د پاکستان د داتا دربارد چاودنې عامل په پانسۍ محکوم شو
ددغې غیر انساني او بوږنونکي پيښې پړه د پاکستان طالبانو ډلې په غاړه اخستې وه ، په دغې چاودنې کې د څلور پولیسو پشمول لس کسان وژل شوي او دیرش نور ټپیان شوي وو .
تسنیم خبري اژانس راپورورکړی،د پاکستان له ترهه ګرۍسره د مبارزې محکمې پرون دیوې نهائي فیصلې په اساس بلاخره کابو د وه کاله وروسته د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې د داتا ګنج بخش دربار سره په خوا کې د بوږنونکي چاودنې عامل محسن خان په څوارلس کاله بند او دوه ځله په پانسۍ محکوم کړ .
دغه ترهه ګر کابویو کال مخکې دپاکستان د امنیتی مامورانو او پولیسو په یولړ ګډو عملیاتو کې نیول شوی ؤ .
ددغې غیر انساني او بوږنونکي پيښې پړه د پاکستان طالبانو ډلې په غاړه اخستې وه ، په دغې چاودنې کې د څلور پولیسو پشمول لس کسان وژل شوي او دیرش نور ټپیان شوي وو .