د پاکستان معلم چې پښې او لاس نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91605-د_پاکستان_معلم_چې_پښې_او_لاس_نه_لري
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د کرمې قبایلي ضلعې د مرکز پاره چنار د لقمان خیل سیمې یو داسې معلم شته چې دواړه پښې او یو لاس نه لري خو بیا هم په یوه(۱) ښوونځي کښې ماشومانو ته تدریس کوي او په دغه سیمه کښې له ماشومانو سره مرسته هم کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2020 11:16 Asia/Kabul
  • د پاکستان معلم چې پښې او لاس نه لري

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د کرمې قبایلي ضلعې د مرکز پاره چنار د لقمان خیل سیمې یو داسې معلم شته چې دواړه پښې او یو لاس نه لري خو بیا هم په یوه(۱) ښوونځي کښې ماشومانو ته تدریس کوي او په دغه سیمه کښې له ماشومانو سره مرسته هم کوي .

د پاکستان د پاره چنار سیمې د دغه ځوان ګلزار حسین  دواړه پښې او یو لاس په یوې ماین چاودنې کښې له مینځه تللي وو .

هغه خپله کمزورتیا هیڅکله د خپلو ارادو او خوبونو په پوره کولو کښې خنډ ونه ګاڼه بلکې  د خپلو ارادو د پوره کولو لپاره یې کوشش ته دوام ورکړ او اوس د پاره چنار په یوه(۱) سکول یعني ښوونځي کښې په تدریس بوخت دی .

د خپلې زده کړې د بشپړولو لپاره له  دغه همتي ځوان سره نور فرصتونه هم وو خو هغه فیصله وکړه چې د خپلې سیمې ماشومانو ته درس ورکړي او هغه ماشومانو ته د زده کړې ورکول د خپل ژوند یو(۱) مقصد وګرځوه .

ګلزار حسین د پاره چنار د قبایلي ضلعې د پاره چنار د لقمان خیل سیمې وسیدونکی دی او هغه په یوه(۱) حکومتي ښوونځي کښې په ډیرکم معاش او تنخواه کار کوي .

څه موده مخکې په اینټرنیټ پاڼو باندې کاریالانو د ګلزار حسین د همت او د جرات د ستایلو لپاره ځینې پیغامونه هم خپاره کړل او هغه په نړیواله سویه مشهور شو .

لکه څرنګه چې د اینټرنیټ پاڼې دغو لاندې کاریالانو خپل نظرونه داسې څرګند کړي دي ،

 


Pawan Kumar 

 

@pawan_meghwar

 

Not all real heroes wear capes. There are many unsung heroes all around us who have done some act of momentary courage. like a respected Gulzar Hussain.

 

Aima Khan

@aima_kh

The bombings in 1999 took Gulzar Hussain's legs but could not take away his determination and courage. He teaches children in a government school in Dis Parachinar. Gulzar Hussain Sahib is the bright face of our society.