کراچۍ کښې د (فلسطین او د پاکستاني ځوانانو رول) غونډه جوړه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91745-کراچۍ_کښې_د_(فلسطین_او_د_پاکستاني_ځوانانو_رول)_غونډه_جوړه_شوه
د (فلسطین او د پاکستاني ځوانانو رول) ترعنوان لاندې انټرنیټي غونډه د پاکستان په کراچۍ ښار کښې ترسره شوه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 26, 2020 07:42 Asia/Kabul
  • کراچۍ کښې د (فلسطین او د پاکستاني ځوانانو رول) غونډه جوړه شوه

د (فلسطین او د پاکستاني ځوانانو رول) ترعنوان لاندې انټرنیټي غونډه د پاکستان په کراچۍ ښار کښې ترسره شوه.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې په پاکستان کښې د سیاسي او مذهبي ډلو ځوانو مشرانو او حقوقي فعالانو په کراچۍ ښار کښې په (فلسطین او د پاکستاني ځوانانو رول) نومې ویډیو کانفرنس کښې د ملګرو ملتو په شمول د نړیوالو ارګانونو په کارړنګونو او د فلسطین په وړاندې او د صهیونیسټي رژيم له طرحو سره د مقابلې په وړاندې د اسلامي ملګرتیا سازمان په پيکه رول نیوکه وکړه.

هغوي ټینګار وکړ چې د صهیونیسټي رژیم له نیواکه د قدس شریف آزادي د اسلامي نړۍ د واکمنانو په تیره بیا د مسلمان امت د ځوان نسل بیداري غواړي.

د پاکستان ځوانو پوهانو، سیاستوالانو او د مختلفو سیاسي او مذهبي ګوندونو ځوانو مشرانو په خپلو ویناؤ کښې د امریکې د (پیړۍ د معاملې) د طرحې په غندلو سره هغه د فلسطیني ټاټوبي د نیواک لپاهر د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او صهیونیسټي رژیم ګډه دسیسه وبلله او د هغې په اړه یې خبردارې ورکړ.