په راجن پور کې پنځه خطرناک ترهه ګرهلاک شوي
دغو ترهه ګرو غوښتل د نیکمرغه اختر په مناسبت ستر جنایت وکړي او دغه راز په اړۍ ګړۍ جوړولو سره خپلې سپیرې موخې ترلاسه کړي ،خو له جنایت مخکې خپل منزل ته ورسیدل .
زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان دپنجاب صوبې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې پولیسو (سی ټي ډي) په یوې خبرتیا کې وئیلي دي ،نیمه شپه ئې د پنجاب صوبې به راجن پور سیمې کې له مخکې داطلاعاتو په اساس په یولړ عملیاتو کې پنځه ترهه ګرهلاک کړي او دهغوي له سپیرو منګولو ئې یولړ بمونه او په لسګونو کلوګرامه چاودیدونکي توکي هم کشف اوضبط کړي دي .
په راپور کې وئیل شوي ، دغو ترهه ګرو چې د بلوچ آزادي غواړي غورځنګ جنایتکار وو ،دیوه ستر جنایت په پلانونې بوخت ؤ چې د پولیسو په منګولو کې ګیر شول .
په راپور کې وئیل شوي دغو ترهه ګرو غوښتل د نیکمرغه اختر په مناسبت ستر جنایت وکړي او دغه راز په اړۍ ګړۍ جوړولو سره خپلې سپیرې موخې ترلاسه کړي ،خو له جنایت مخکې خپل منزل ته ورسیدل
ددغه ستر جنایت له شنډولو سره په یووخت د پاکستان دا سلام اباد پشمول په مختلفو سیمو کې د نیکمرغه لوي اختر دلمانځه په مناسبت سخت امنیتی تدبیرونه غوره شوي دي .. دپاکستان دغې ترهه ګرې ډلګۍ بی ایل اې یا بلوچستان لیبریشن آرمي د وه میاشتې مخکې د کراچۍ ښار د ونډو دبازار په ودانۍ د ترهه ګرې حملې مسئولیت هم په غاړه اخستی چې پکې یوشمیر کسانو وینه توي شوي او همداراز ئې په بلوچستان کې په پوله ساتونکو دحملې پړه هم په غاړه اخستې یوشمیر ماموران ئې وژلی وو .