په چمن کې په چاودنې کې د لسګونو کسان وینه وبهیده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92159-په_چمن_کې_په_چاودنې_کې_د_لسګونو_کسان_وینه_وبهیده
راپور ښئ پولیسو سیمه کلابند کړې او د خپل عادت په ا ساس ئې له چاودنې وروسته پلټنې پیل کړی دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2020 10:25 Asia/Kabul
  • په چمن کې په چاودنې کې د لسګونو کسان وینه وبهیده

راپور ښئ پولیسو سیمه کلابند کړې او د خپل عادت په ا ساس ئې له چاودنې وروسته پلټنې پیل کړی دي

زمونږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ د پاکستان دبلوچستان صوبې په چمن کې د ډي پي او د دفتر  په مقابل کې زوروه وره چاودنه شوې چې له امله ئې پنځه کسان وژل شوي او اولس نور ټپیان شوي  چې وئیل کیږي،ځیني پکې مرګي حاله دي .

د بلوچستان صوبې د پولیسو سرچینو وئیلی دي،نامعلومو ترهه ګرو په موټر سائيکل کې بم کیښودلی ؤ دا بم هاله چاود شوی،چې له دغه ځایه د اینټي نارکاټیکس  فورس ګاډی تیرید،چې دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده .

راپور ښئ پولیسو سیمه کلابند کړې او د خپل عادت په ا ساس ئې له چاودنې وروسته  پلټنې پیل کړی دي

داپه داسې حال کې دي،چې  د پاکستان  ولسمشر  لومړي وزیر او دپوځ عمومی قوماندان  دغه پيښه سخته غندلې او وئیلي ئې دي،د انسانیّت دښمنانو یو ځل بیا خپل هویّت  نندارې ته وړاندې کړی خو د دوي انساني ضد اقداماتو اجازت به هیڅکله  هم  ورنکړي  او دغه جنایتکاربه خپل  انجام ته ورسیږي .