په کوئټه کښې بم چاودنې مرګ ژوبله رامنځته شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92195
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه کښې د بم چاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو او شپږ تنه نور ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 13, 2020 05:49 Asia/Kabul
  • په کوئټه کښې  بم چاودنې مرګ ژوبله رامنځته شوه

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه کښې د بم چاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو او شپږ تنه نور ژوبل شول.

د پاکستاني رسنيو له قوله د ايرنا د رپوټ له مخې د کوئټې ښار پوليسو بېګا وويل چې دغه چاودنه په بروري سړک کښې رامنځته شوه.

تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.

د پاکستان بلوچستان صوبه د دغه هېواد يوه ناامنه صوبه ده چې د داعش، لشکرجهنګوي، سپاه صحابه، جماعت الاحرار په شمول ترهه ګرې ډلې پکښې شتون لري.