د ایران اوپاکستان پوځي ملګرتیا سیمه ایز امنیت تامینوي
جنرال عمران کاشف چودري همدرااز د کشمیر د موضوع په باب د اسلامی ایران د لوړپوړو چارواکو د دریځونو په قدرونې سره هیله ښودلې ، په مختلفو زمینو کې د ایران او پاکستان ملګرتیاوې لاپراخې شي .
ایرنا خبري آژانس راپور ورکړی ، په تهران کې د پاکستان دسفارت دپوځي اودفاعي چارو سلایار عمران کاشف چودري ددغه هیواد دملی دفاع په ورځ په یولړدستورو کې وئيلی دي ، اسلامی ایران د پاکستان یو مهم ګاونډی او دوست هیواد دی او اسلام اباد په مختلفو زمینو په تیره بیا په دفاعی زمینې کې له تهران سره د اړیکو پراختیا ته ډير اهمیّت ورکوي .
هغه روښانه کړې ده ، د ایران او پاکستان د پوځي ملګرتیاؤ پراختیا په سیمې کې د سولې او ثبات په پراختیا ډيرې مثبتې اغیزې شیندي او باید دغه شان اړیکې لاپراخې شي .
په تهران کې د پاکستان د سفارت پوځي اتاشي په ۲۰۱۸کال کې پاکستان ته د اسلامی ایران د پوځ دلوي درستیز سردارمحمد باقري سفر ته په اشارې سره هم وئيلي دي،د ایران پاکستان پوځي ملګرتیاوې په وروستیو کلونو کې ډير پرمخ تللی دي .
عمران کاشف چودري همدرااز د کشمیر د موضوع په باب د اسلامی ایران د لوړپوړو چارواکو د دریځونو په قدرونې سرههیله ښودلې،په مختلفو زمینو کې د ایران او پاکستان ملګرتیاوې لاپراخې شي .