په پاکستان کې د کان له نسکوریدو اولس تنه مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92774-په_پاکستان_کې_د_کان_له_نسکوریدو_اولس_تنه_مړه_شوي
د پاکستان په مومندو اېجنسۍ کې د مرمرو  د کان له نسکور یدو اته نور مړي را ایستلې شوې چې په دې سره په دې پېښه کې د ټولو مړو شمېر تر اولسو ورسېد.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2020 08:40 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د کان له نسکوریدو اولس تنه مړه شوي

د پاکستان په مومندو اېجنسۍ کې د مرمرو  د کان له نسکور یدو اته نور مړي را ایستلې شوې چې په دې سره په دې پېښه کې د ټولو مړو شمېر تر اولسو ورسېد.

دا پېښه د افغانستان پولې ته نږدې په مومندو اېجنسۍ کې پرون هغه مهال رامنځته شوه چې شااوخوا ۳۰ کان کېندونکو د مرمرو تیږې لارو ته پورته کولې چې لویه ډبره پرې راوغورځېده.
چارواکو دغه‌راز په دې پېښه کې د نهو تنو د ټپي کېدو خبره هم کړې ده.
په دې وروستیو کې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د سکرو د کان له نسکوریدو له امله شاوخوا دېرش کسان مړه شوي دي.