پاکستان د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92872-پاکستان_د_افغانستان_د_سولې_د_خبرو_ملاتړ_کوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د بین الافغاني خبرو د پیلیدا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه اسلام اباد خپله ژمنه پوره کړي ده او اوس دا افغانان دي چې د جنګ د ختمولو او د پایداره سولې لپاره کار ترسره کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2020 07:07 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د بین الافغاني خبرو د پیلیدا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه اسلام اباد خپله ژمنه پوره کړي ده او اوس دا افغانان دي چې د جنګ د ختمولو او د پایداره سولې لپاره کار ترسره کړي .

هغه د افغانستان چارواکو ته ډاډ ورکړ چې پاکستان به د کابل د سولې د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي .

د افغانستان د بیلابیلو ښکیلو ډلو ترمینځ بین الافغاني خبرې اترې نن د قطر په پلازمینې دوحې کښې پیل شوې کومې چې د طالبانو د څو بندیانو د نه خوشي کیدا په وجه له تیرې مارچ میاشتې راهسې  ځنډیدلي وې .

د افغانستان د حکومت یویشت(۲۱) کسیز پلاوی چې مشرۍ یې معصوم ستانکزی کوي پرون مازیګر قطر ته رسیدلی .

د طالبانو د یویشت (۲۱) کسیز پلاوي مشري هم شیخ عبدالحکیم حقاني کوي کوم چې یو سرزوری ملا دی او د طالبانو دلې د مشر هیبت الله اخوند زاده نږدې او د  ډاډ وړ سړی دی .

په قطر کښې په بین الافغاني خبرو کښې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو ، د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد، د افغانستان د ملي  روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ، د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست حنیف اتمر او نور سفیران ګډون لري .

دغه راز پاکستان وویل چې اسلام اباد د امریکا او د طالبانو ترمینځ د موافقې لپاره اسانتیا برابره کړي وه او د بندیانو د خوشي کیدا په لاره کښې د بندون له ختمیدا سره یې هم مرسته کړي ده .