عمران خان بیا هم په بحرین او اماراتو نیوکه وکړه
د پاکستان وزیراعظم له صهیونیسټي رژیم سره د بحرین او اماراتو د اړیکو په ښه کولو باندې یوځل بیا نیوکه وکړه.
د پاکستان وزیراعظم له صهیونیسټي رژیم سره د بحرین او اماراتو د اړیکو په ښه کولو باندې یوځل بیا نیوکه وکړه.
عمران خان یو وار بیا ټینګار کړی چې له صهیونیسټي رژیم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو عادي کول بې ګټې وبلل او او ویې ویل چې اسلام آباد هیڅکله دغه رژیم په رسمیت نه پیژني.
د پاکستان وزیراعظم د فلسطین د ولس د حقوقو په پوره کیدو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: فلسطینیان د فلسطین اصلي مالکان دي او ورسره ظلم شوی دی او صهیونیسټي رژیم یې وطن په زور نیولې دی.
هم داشان د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سینیټر سراج الحق هم پرون په یوه خبرپاڼه کښې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د ټینګښت په لړ کښې د اماراتو او بحرین اقدامات وغندل او له دغه رژیم سره د جوړجاړي او د اړیکو د ښه کولو د حراموالي په هکله د مسلمان علماؤ د نړیوالې اتحادیې د غړو د وروستۍ فتوا ملاتړ یې وکړ.
سراج الحق وویل چې د پاکستان جماعت اسلامي له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د ښه کولو په لړ کښې د اماراتو او بحرین اقدام هیڅکله نه مني.