په پاکستان کې د وحدت امت ، میراث نبوت غونډه ترسره شوه
د پاکستان په لاهور ښار کې د وحدت اونۍ په مناسبت د پاکستان د مشهورو اسلامی شخصیتونو او عالمانو په شتون سره غونډه ترسره شوه چی په دغه غونډه کې د نړیوال استکبار د زیات غوښتنو په وړاندې د مقاومت لپاره د اسلامی امت په وحدت ټینګار وشو .
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان په لاهور ښار کې د وحدت اونۍ په مناسبت د پاکستان د مشهورو اسلامی شخصیتونو او عالمانو په شتون سره غونډه ترسره شوه چی په دغه غونډه کې د نړیوال استکبار د زیات غوښتنو په وړاندې د مقاومت لپاره د اسلامی امت په وحدت ټینګار وشو .
په دغه غونډه کې ګډون کونکیو د نبی مکرم ص سیرت له مشکلاتو د اسلامی امت د ژغورولو لپاره بهترین لاره چاره وبلله .
د دغې غونډې ویناوالو د فرانسې په شمول په لویدیځو هیوادونو کې د وروستیو اسلام ضد اقداماتو په غندلو سره وویل د نړۍ مسلمانان باید د یوه بل تر څنګ د یوزړه توب او وحدت په ساتلو سره له اسلامه د ویرونې د کمولو لپاره کوشش وکړی .