په سیمې کې دتاؤتریخوالي دختمولولپاره دپاکستان مینځګړیتوب د ستاینې وړ دی
د ایران او پاکستان لوړپوړي چارواکي د دوواړخیزو اړیکو دلاپیاوړتیا لپاره کلک هوډ او جدي اراده لري . البه ځيني لوري د ایران او پاکستان داړیکو وده نشي زغملی په همدې دلیل له بیلتون غواړو اوترهه ګرو ډلو ټپلو ملاتړ کوي چې د اسلام اباد او تهران لپاره یو ګډ ګواښ حسابیږي .
زمونږخبریال راپور ارکړ په پاکستان کې د اسلام ایران سفیر سید محمد علی حسیني دپاکستان له ۲۴ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې چې نن خپرې شوي ،وئيلي دي ایران د تهران او ریاض تریمنځ له تاؤتریخوالي ختمولو سره د مرستې لپاره د اسلام اباد د چارواکو دمینځګړیتوب نوښت او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په وسیله ددغې سیمه ایزې هڅې ستاینه کوي .
محمد علی حسیني ددې خبرې په کولو سره چې اسلام اباد له عربستانه مناسب ځواب نه دی ترلاسه کړی ،وئیلي دي،اسلامی ایران د ناسمو تفاهمونو د ختمولو لپاره په مناسبو لارو چارو پسې دیاو د اسلامی ایران د ولسمشر له خوا د هرمز سولې پلان په همدې خاطر د فارس خلیج سیمې هیوادونو ته وړاندې شوی دی .
په اسلام اباد کې د ایران سفیر په دوام کې د تهران او اسلام اباد داړیکو په باب او دغه راز په وروستیو کلونو کې ددغو مناسباتو د مخ په وده د ټينګتیا په هکله هم وئيلي دي،د ایران او پاکستان لوړپوړي چارواکي د دوواړخیزو اړیکو دلاپیاوړتیا لپاره کلک هوډ او جدي اراده لري.البه ځيني لوري د ایران او پاکستان د اړیکو وده نشي زغملی په همدې دلیل له بیلتون غواړو اوترهه ګرو ډلو ټپلو ملاتړ کويچې د اسلام اباد او تهران لپاره یو ګډ ګواښ حسابیږي .