پاکستان له هند سره د خبرو اترو لپاره چمتووالے اعلان کړ
Feb 07, 2021 12:26 Asia/Kabul
د پاکستان وزيراعظم له خپل هندي هم رتبه سره د خبرو اترو لپاره په مشروطه توګه چمتووالے اعلان کړ.
د مهر خبري آژانس د رپوټ له مخې عمران خان چې د هند ترکنټرول لاندې کشمير له خلقو سره د پيوستون د کليزې په مناسبت يې خبرې کولې وويل، په داسې صورت کښې چې هند يو ځل بيا دغې سيمې ته د خودمختارۍ خاص اختيارات ورکړي چمتو دے له خپل همرتبه نرندرا مودي سره خبرې اترې وکړي.
ټیګونه