د ايران سرکنسول د پاکستان ايدهي فاونډېشن د خدمتونو قدرونه وکړه
(last modified Mon, 15 Feb 2021 07:17:20 GMT )
Feb 15, 2021 11:47 Asia/Kabul
  • د ايران سرکنسول د پاکستان ايدهي فاونډېشن د خدمتونو قدرونه وکړه

په کراچۍ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سرکنسول د پاکستان د ايدهي خېراتي فاونډېشن په کتنه کښې د دغې موسسې د بشردوستانه خدماتو په تېره بيا د کورونا په خپرېدو کښې د ايران له خلقو سره د مرستو د رسولو قدرونه وکړه.

د اېرنا د رپوټ له مخې احمد محمدي په کراچۍ ښار کښې د ايدهي خېراتي ادارې په مرکزي دفتر کښې په حاضرېدو سره د دغه فاونډېشن له مدير فېصل ايدهي سره کتنه او له فعاليتونو يې له نزدې څخه آشنا شو.

هغه په دې کتنه کښې د ايدهي فاونډېشن د بانيانو ، کارکونکو او خدمختګارانو ترمېنځ شتون باندې د خوشحالۍ په څرګندولو سره خلقو ته په تېره بيا د دغه هېواد کمزورې طبقې ته د خدماتو د رسولو لپاره د هغوي د کوشش او محنت قدرونه وکړه.

د دغې کتنې په آخر کښې د ايران سرکنسول فېصل ايدهي ته د ايراني لاسي صنائعو په ډالۍ کولو د کورونا په وختونو کښې د ايران له خلقو سره د هغوي د مرستو مننه وکړه او ورته يې بلنه ورکړه چې ايران ته په سفر سره زمونږ په هېواد له دارسې خېراتي ادارو سره آشنا شي.

د پاکستان ايډهي فاونډېشن د تېر کال د کب د مياشتې په وروستيو وختونو کښې په ايران کښې له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره دوه لکه ډالره په کراچۍ کښې د ايران سرکنسول ته حواله کړل.