د پاکستان پوځ له ایران سره د ګډو پوځي مشقونو هرکلې وکړ
د پاکستان د پوځ ویاند د ایران له وسله والو ځواکونو سره د ګډې مانورې د ترسره کولو لپاره د خپل هیواد په مینې ټینګار وکړ
د پاکستان د پوځ ویاند د ایران له وسله والو ځواکونو سره د ګډې مانورې د ترسره کولو لپاره د خپل هیواد په مینې ټینګار وکړ
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د پوځ ویاند په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې هیڅ قدرت د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ خلاف د اغیزشیندنې توان نه لري، وویل: پاکستان د ایران له وسله والو ځواکونو سره د ګډو پوځي مشقونو ترسره کولو ته لیواله دی.
خبر زیاتوي چې جنرل بابر افتخار نن په راولپنډۍ کښې د پاکستان د پوځ په هیډکواټر کښې د نړیوالو رسنیو له استازو سره په توجیهي غونډه کښې چې د پاکستان د پوځ ویاندوې هم په کښې موجود و، د سیمې او افغانستان د امنیت او بدلونونو، د امریکې له نوي حکومت سره د اړیکو، د مینځني ختیځ د حالاتو، له ایران سره د اړیکو او د ترهګرۍ له ښکارندې سره په مبارزه کښې پاکستان ته د پرتو ننګونو وضاحت ورکړ.