د پاکستان پوځ په وزیرستان کښې اته ترهګر ووژل
Mar 07, 2021 04:10 Asia/Kabul
د پاکستان پوځي ځواکونو په شمالي وزیرستان کښې اته تنه ترهګر وژلي دي
د پاکستان پوځي ځواکونو په شمالي وزیرستان کښې اته تنه ترهګر وژلي دي
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان پوځ پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په وژل شویو کسانو درې تنه د تحریکِ طالبان ترهګرې ډلې تر تعقیب لاندې مشران وو چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې په پاکستان کښې په ډیرو ځانمرګو بریدونو او د پوځیانو او ولسي وګړو خلاف یې په وسله والو عملیاتو کښې لاس درلود.
د پاکستان پوځ درې کاله مخکښې د (رد الفساد) تر عنوان لاندې له ترهګرۍ سره مبارزه پيل کړې او تراوسه یې سلګونه ترهګر هلاک کړي دي.
ټیګونه