د نوروز په جشن کښې د پاکستان د خلکو رسمونه
په پاکستان کښې نوروزي جشنونه د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کښې د (نوروز عالم افروز) د جشن په نامه ترسره کیږي.
په پاکستان کښې نوروزي جشنونه د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کښې د (نوروز عالم افروز) د جشن په نامه ترسره کیږي.
د پسرلي جشن او د نوروز اختر د ایران د اسلامي جمهوریت، پاکستان، افغانستان، تاجکستان، ترکیې او ځینو نورو آسیايي هیوادونو ګډ دود دی.
د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ د مارچ د میاشتې ۲۱ یعنې د وري وړومبۍ نیټه د نوروز د نړیوال اختر په توګه چې ایراني مخینه لري، په رسمیت وپیژنده او هغه یې په خپله کال هنداره کښې ځاې کړی دی.
د نوي لمریز کال او د پسرلي په رارسیدو سره د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د ایران کلتور خونه د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګډو تاریخي، کلتوري او تمدني مشترکاتو په بیانولو سره یولړ پروګرمونه ترسره کوي.