پاکستان کښې کورونا ویروس بیخي زیات شوی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د روغتیا وزارت وویل په دغه هیواد کښې په هر یوه(۱) ساعت کښې څه د پاسه دوه سوه یویشت (۲۲۱) کسان په کورونا ویروس ککړ کیږي او په هرو دیارلسو (۱۳) دقیقو کښې یو (۱) پاکستان ترې مري .
د پاکستان د روغتیا سرچینو وویل د هیواد په روغتونونو کښې د بستري کیدونکو ناروغانو شمیر د کورونا ویروس له لومړۍ(۱) او دوهمې (۲)څپې څخه زیات دی .
د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کښې د کورونا ویروس د ډیریدا په وجه محدودیتونه اوس هم دوام لري او دریمه (۳) اونۍ کیږي چې د پلازمینې اسلام اباد په شمول د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې تجارتي مرکزونه په اونۍ کښې دوه (۲) ورځې چټي وي .
د پاکستان چارواکو وویل د کورونا د عمومي واکسین لپاره د نومونو ثبتول به له کوچني اختر وروسته پیل شي .
په پاکستان کښې د کورونا ویروس د خپریدا له پیل راهسې تراوسه شپږ لکه دوه اتیا زره او اته سوه اته اتیا کسان په دغه مرض ککړ شوي او څوارلس زره او شپږ سوه اوه نوي نور ترې مړه شوي هم دي .