پاکستاني شخصيتونو له صهيونېسټ رژيم سره د مقابلې غوښتنه وکړه
د پاکستان سياسي او مذهبي چارواکو او شخصيتونو په بېت المقدس کښې په تېره بيا د روژې په مبارکه مياشت کښې د صهيونېسټ رژيم د غېر انساني اقداماتو دوام وغندۀ.
د اېرنا د رپوټ له مخې په دېرشو سياسي او مذهبي ډلو مشتمل د يو ائتلاف په چوکاټ کښې د پاکستان مشهورو شخصيتونو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د فلسطيني ولس په خلاف د اسرائيلو د جنايتونو په وړاندې دې خپله خاموشي ختمه کړي.
دغو کسانو د قدس د نړيوالې ورځې په درشل کشې د «د وړومبۍ قبلې آزادي نزدې ده» نومې يو سمينار کښې وويل: اسلامي نړۍ پکار دے د فلسطين له مقاومت څخه د ملاتړ او اسرائيلو په رسميت پېژندلو لپاره د هر ډول منصوبې د ردولو لپاره ګډ او غږملے دريځ غوره کړي.
د پاکستان ملي يکجهتي کونسل سېکتر ډاکټر سيد ثاقب اکبر په دې اړه وويل: د فلسطين مسئله د اسلامي ملتونو ګډه انګېزه ده او يوازې په عرب نړۍ پورې نه محدوديږي.
هغه زياته کړه، اکثرو عربو واکمنانو له فلسطين سره خيانت کړے دے او پکار دے قيمت يې ادا کړي.
د پاکستان پيپلز پارټۍ سنېټر فرحت ا... بابر هم د فلسطين په باره کښې د ايران د دريځونو په ستائلو سره اسلامي جمهوريت د مظلومو ملتونو حقيقي مدافع وبلۀ.له دې مخکښې د پاکستان حکومت هم د فلسطين په نيواکي زمکو کښې د وروستيو واقعاتو په باره کښې سخته اندېښنه څرګنده کړې او د بيت المقدس د خلقو په خلاف د صهيونېسټ رژيم وحشيانه اقدامات يې غندلي دي.