-
د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د امام خمینی ره د تلین د کلیزې مراسم تر سره شو
Jun 04, 2025 10:10د پاکستان په کوټې او لاهور ښارونو کې د اسلامي انقلاب د بنسټګر امام خمینی ره د تلین د ۳۶ کلیزې مراسم د مختلفو پاکستاني چارواکو، سیاسي فعالانو او مذهبي مشرانو په پراخ ګډون سره تر شو.
-
د ایران قدرت د امام خمیني (ره) پوروړی دی
Jun 03, 2025 02:49پارس ټوډې - د پاکستان د اسلامي نظریاتي شورا مشر، د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټ ایښودونکي امام خمیني (ره) ساده ژوند کول د نړۍ له واکمنانو سره د هغه د توپیر ځانګړتیا وګڼله او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د نن ورځې قدرت د امام خمیني (ره) د زړورې رهبرۍ پوروړی دی.
-
د ټي ټي پي لومړیتوبونو په پاکستان کې د جګړې د زیاتیدا مخه نیولې ده
May 31, 2025 11:03د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشر اعلان وکړ چې د دغې ډلې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو له وړتیا سره سره، د سیاسي ملاحظاتو او ملي ګټو له امله، د جګړې د زیاتیدا مخنیوی کړی ترڅو د هېواد په وضعیت کې انډول وساتل شي.
-
په هندوستان کې اسلام ضده افراطي بهیرونو د مسلمانانو په ضد جنایتونه زیات کړي
May 31, 2025 10:14د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو څانګې یوې خپرې شوې اعلامیې کې د هندوستان په بېلابېلو سیمو کې د مسلمانانو ټولنې پر وړاندې د کرکې وړ پېښو د زیاتوالي او په دغه هېواد کې د اسلام ضده پروسې د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
-
د پاکستان پوځ او ترهګرو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي
May 31, 2025 02:47د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې د ترهګرۍ ضد دوو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ ترهګر عناصر ووژل شول او څلور پاکستاني عسکروهم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
-
د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي په افغانستان کې سفیر ټاکي
May 31, 2025 02:41پاکستان پریکړه کړې چې په کابل کې د خپل شارژدافیر مقام د سفیر کچې ته لوړ کړي، ترڅو د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکي اړیکې پیاوړې شي.
-
په خیبرپښتونخوا کې ۴ پاکستاني نظامیان وژل شوي
May 30, 2025 10:33د پاکستان پوځ ویلي، د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د یوې پوستې پر چک پوسټ برید شوی، چې په کې د دوی ۴ سرتېري وژل شوي.
-
د پاکستان د اټومي بمونو د ازمویلو اوویشت کلونه پوره شول
May 28, 2025 10:23زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لخوا د اټومي بمونو د ازمویلو اوویشت کلونه پوره شول او پاکستان په نولس سوه اته نویم میلادي کال کښې په نن ورځ د هندوستان لخوا د اټومي بمونو د ازمویلو ځواب ورکړی و چې له کبله یې د پاکستان لخوا د قوت انډول برابر شو او د دفاح حق یې ومنل شو.
-
جنوبي وزیرستان کښې د ډرون برید له کبله ۲۳ کسان ټپيان شوي'
May 28, 2025 09:40زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې له جنوبي وزیرستانه رسېدلي رپوټونه وايي، د 'یوه ډرون برید' پایله کې د ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان ټپیان شوي دي.
-
پاکستان کښې د بارانونو له کبله اوه نور کسان مړه شول
May 28, 2025 06:47زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په بیلابیلو سیمو کښې پرون د سختو بارانونو او طوفانونو له کبله تراوسه اوه کسان مړه شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم دي.