-
پاکستان کښې د ښوونځي په بس برید کښې دوه زده کونکي وژل شوي
Aug 22, 2024 07:10زمونږ خبریال راپور راکړی نن د پاکستان د پنجاب صوبې د اټک سیمې په ډیري کوټ سیمه کښې د ښوونځي د ماشومانو په یوه بس باندې د نامعلومو کسانو په ډزو کښې تراوسه دوه زده کونکي وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوي دي.
-
د پاکستان باجوړ کښې درې عسکر وژل شوي
Aug 20, 2024 02:58زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو دفتر ايي ایس پي ار وویل چې د خیبر پښتو صوبې باجوړ سیمې ته نږدې له افغانستان څخه ځینو وسله والو د پاکستان خاورې ته د اوړیدا هڅه کوله چې په ترڅ کښې یې نښته رامینځته شوي او درې حکومتي ملیشا ځواکونه وژل شوي او دغه راز پینځه د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي هم هلاک شوي دي.
-
د فیض حمید د نیولو "ډرامه" پوځي محکمې ته زما د لېږد لپاره جوړه شوې
Aug 20, 2024 02:18زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، د دغه هېواد د جاسوسۍ ادارې (ایایسای) د مخکېني مشر فیض حمید د نیولو ټوله ډرامه پوځي محکمې ته زما د لېږدولو لپاره ترسره شوې ده.
-
د ترهګرۍ پرضد د مبارزې شعار باید ختم شي
Aug 19, 2024 11:23زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان څانګې مشر مولانا فضل الرحمان په لکي مروت سیمه کښې یوې غونډې ته په وینا کښې وویل زه په پوره جدیت سره ایسټبلیشمنټ ته دغه پیغام ورکوم چې د ترهګرۍ پرضد د جنګ شعار اوس باید ختم شي.
-
پاکستان د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د ایران د روا دفاع په حق ټینګار وکړ
Aug 17, 2024 03:43د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلې دفاع لپاره له روا حق څخه برخور دی.
-
دښمن ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو
Aug 16, 2024 12:35د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال ووئيل؛د لبنان د اسلامی مقاومت د جهادی قوماندان فواد شکر ترور به بې ځوابه پاتې نشي.
-
الازهر په انګلستان کې په مسلمانانو اوجوماتونو حملې محکومې کړې
Aug 16, 2024 12:29د مصر الازهر پوهنتون په انګلستان کې د زوړپالو افراطیانو ډلو په کړچار او ددغه هیواد د مسلمانانو او جوماتونو په ضد دوي تاؤتریخجنو اقداماتو باندې سختې نیوکې وکړې.
-
د پاکستان د خپلواکۍ د کالیزې په مناسبت هوایي ډزو کې ۹۵ تنه ټپیان شوي
Aug 15, 2024 02:10د را پورونو له مخې؛ د پاکستان د ازادۍ ورځې د نمانځنې په ترڅ کې د هوایي ډزو په پایله کې په کراچۍ کې ۹۵ تنه ټپيان شوي چې د یوه تن حالات هم نازک ښودل شوی.
-
د ایف بی آئي په تعقیبونکي لیسټ کې د مسلمانانو د نامې په راوستلو شکایت وشو
Aug 14, 2024 03:10د امریکایی –اسلامی اړیکو شورا په یوې اعلامیې کې ووئیل،چې د امریکا د فیډرل څیړونکي ادارې (ایف بی آئي) په ضد ئې د مسلمانویا فلسطینیو امریکایانو د ځانګړې پټې څارنې د لیسټ د جوړولو په دلیل شکایت کړی دی.
-
د اسرائيلو جنایتونه پر نړیوالو قواعدو او قوانینو د بې ننګۍ یو داغ دی
Aug 14, 2024 03:04د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان په غزې تړانګې کې د اسرائیلی رژيم د جنایتونو ددوام په محکومولو سره او د فلسطین د ملت له آرمانونو څخه د پاکستان دپياوړي ملاتړ باندې په ټينګار سره ووئیل، د اسرائیلو په وسیله د فلسطینیانو نسل وژنه او دبشری حقوقو چخڼي کول د قانون مدارو ټولنو او نړیوالو اخلاقیاتو باندې دبې ننګۍ دا غ دی.