د رڼا سرچینې " د مومنانو ادب
(last modified Tue, 13 Aug 2024 11:43:27 GMT )
Aug 13, 2024 16:13 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني یو سل شپږم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،دغه  مطلب  هم د نور سورې ۶۲ ایت ته  بیّل دی نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

خوږو دوستانو ، ابوسفیان   د بدر جنګ له پيلیدا مخکې  له یوې خوا د مکې له قریشو مرسته وغوښته او له بل پلوه  ئې  پخپله په چلاکۍ او چلول سره خپله لاره بدله کړه،خپل تجارتي کاروان ئې مکې ته ورساوۀ. د لارې دغه بدلون او له جنګه شاتګ،د قریشو د مشرانو په نظر کې د هغه موقعیّت او ځائيګی کمزوری کړ. پر قریشو قبیلې سربیره،یهودیانو هم هغه  په دغه شاتګ او تښتې ورټۀ. نو فیصله ئې وکړه،له پیغمبر اکرم او مسلمانانو سره د جنګ لپاره مدینې ته لاړ شي. د هغه اود هغه متحدانو له مسلمانانو سره څو ځله جنګونه  وشول،تر دې چې بلاخره د هجرت په پنځم کال  کې ابوسفیان، له اوه زره تر لسو زرو پورې یو لښکر برابر کړ چې په هغو کې شپږ سوه کسان سوارۀ وو. دغه لوی لښکر ئې د مدینې په لور وخوځوۀ.

لکه څنګه چې د کفارو لښکر د عربانو او  مخالفانو له ټولو مختلفو قبیلو  جوړ شوی  ؤ، دغه جنګ   احزاب ونومید. همداراز په دغه جنګ کې د د بنی نظیر په څیر  د یهودیانو یوه ډله  چې په خیبر سیمې کې اوسیدله ، له قریشو سره یو ځاي شوه . د بنی قریظه یهودیان هم  چې  د مدینې په شاوخوا کې  هستوګن وو او ژمن شوي و وچې  له قریشو سره ملګرتیا نه کوي، دژمنې خلاف ورزي ئې  وکړه او او دمکې له خلکو سره  یو لاس شول.  ددغه لوي لښکر په مقابل کې حضرت محمد (ص)یوازې درې زره لښکر درلود چې  له څو کسانو پرته نور ټول پلي وو.

         پیغمبر اکرم(ص) دد خپل سنت په اساس، دمشرکانو د حرکت په باب  د اطلاع له ترلاسه کولو وروسته  ئې له مسلمانانو سره  د مشورې ناسته وکړه. په دغې شورا کې د سلمان فارسی وړاندیز تصویب شو او  د هغه  اجرائي مقدمات  برابر شول. په دغې فیصلې کې دا وټاکل شوه چې مدینې ښار په خپل دفاعي حالت کې شي . ه مداراز د سلمان فارسی په وړاندیز سره ، د مدینې ښار د ساتنې لپاره یو خندق وکندل شو. خندق؛   له اوبو ډک یو نهر  یا په لاسونو سره جوړ وچ جوړ شوی کنده ده چې  په پخوا  وختونو کې د ښار یا لښکر ګاه  ګیرچاپیره کندل کیدۀ څو  د دښمن  د واریدیدا  یا د سیل  مخنیوی ورسره وشي.مدینه له درو خواؤ  د خرماؤ د ونو او ودانۍ په وسیله محفوظه وه  او دښمن  له دغو درو خواؤ پر مدینې حمله نه شوه کولی   او د شمال  په لور  د یوه خندق په کندلو سره  هم   ددښمن د سوارو د یرغل څخه محفوظ  شو. جالبه دا چې  د بنی قریظه  یهودیان هم  د خندق په کندلو کې  له مسلمانانو سره مرسته وکړه. د خندق کار  په شپږو ورځو کې پاي ته ورسید او ددې لپاره دروازې هم  جوړې شوې او په هرې یوې دروازې  ساتل یوې قبیلې ته وسپارل شوه.

 

          اوس هم راګرځو په مدینې کې د خندق د کندلو اهمیّت ته ؛

دوستانو پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص)د خندق دجوړولو ترڅنګ حکم ورکړ چې د خندق د کندولو په وخت کې خاوره  د مدینې په لور اړوئ ، په دې توګه  دخندق پر کنَدې سربیره، د خاورو یو ټال به هم د مدینې په ساتنې کې یوه دفاعی کړئ وي. پیغمبر اکرم(ص) بل فرمان د له مدینې بهره د  ټولوکرهڼيزو محصولاتو او د چارې د غونډولو او د مدینې داخل ته ئې د منتقلولو  ؤ. د خندقونو په باب لیکل شوي دي، دومره لوی خندق  شو چې  آ سپ  ورڅخه ټوپ نشي اچولی  او کوم کس هم د  خندق داخل ته نشي  ورتللی څو مدینې ته واردشي.

په دې مینځو میان کې یو شمیر منافقینو له کاره ډډه وکړه او  مختلفو پلمو ته ئې مخه کړه . همیشه که د مومنانو لپاره کوم مشکل او یا کومه ستونزه رامینځةکیدله،نو دوی  به د پیغمبر (ص)په اجازت سره د ترینګلتیاؤ  په ختمولو پسې تلل.خو منافقین چې په چټي پلمو پسې وو، دغه شان اجازت به ئې هم نه اخستۀ.د قرآن کریم د نور سورې ۶۲ آیت په همدې باب نازل شو  په د غه ایت کې خداوندمتعال فرمائي؛ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِینَ آمَنُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ إِذا کانُوا مَعَهُ عَلى أَمْر جامِع لَمْ یَذْهَبُوا حَتّى یَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِینَ یَسْتَأْذِنُونَکَ أُولئِکَ الَّذِینَ یُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوکَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَنْ لِمَنْ شِئْتَ مِنْهُمْ وَ اسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِیمٌ: واقعي مومنان هغه کسان دي  چې په خداي او د هغه پر رسول ئې ایمان راوړی دی او کله چې له هغه سره په کوم مهم کار کې وي ، ن و له اجازت پرته  هیڅ ځای ته  نه ځي، هغه کسان چې له تا اجازت  اخلي ، په رښتیا  ئې په خداي او د  هغه په پیغمبر ایمان راوړی دی، په داسې بڼه کې که چرې هر وخت  د خپلو ځینو مهمو کارونو لپاره له تا اجازت وغواړي، نو په هغو کې هر یوه ته  چې  وغواړې ( او صلاح وووینې) اجازت و رکړه، او د هغو لپاره  له خدایه د بخښنې  غوښته وکړه چې خداوند مهربان او بخښونکی دی::

           هغه مهال چې د یهودو په ملګرتیا سره د مشرکانو قدرتمنند لښکر  تصور کاوه ، چې دتیرو وختونو په شان د مدینې په دښتو او بیابانونو کې به له مسلمانانو سره  مخامخ شي،خو دې ځل  له ښاره په بهر کې د دوي کوم آثار نه لیدل کیږي او  خپل پرمختګ ته ئې دوام ورکړ او د ښار دروازې ته ورسیدل او  دمدینې په نفوذ کیدونکي برخو کې  ئې ډير ژور او پلّن خندق ولید، دوي حیرانه پاتې شول،ځکه  د عربو په جنګونو کې له خندقه استفاده  بې مخینې وه . مجبورائې  دخندق  له پورې غاړې  ښار کلابند کړ.

د مدینې کلابندي د ځينو روایتونو په اساس کابو تر یوې میاشتې پورې  اوږده شوه.د قریشو عسکر او لښکریانو هرکله له خندقه د تیریدا فکر کولی،نو د مسلمانانو او دخندق د ساتونکو له مقاومت سره به چې په کمې فاصلې سره  د دفاع په مورچلو کې ناست وو، مخامخ کیدل او د اسلام لښکر هر ډول تیري ته په غشو ویشتو او د کاڼو په ویشتو سره ځواب ورکوۀ.له ددواړو خواؤ څخه  د غشو ویشتلو شپه  و رځ دوام درلود او هیڅ یو لوری پر بل بریالی نه کید.

=  ددغه شان لوی لښکر په وسیله د مدینې کلابندئ دډیرو مسلمانانو روحیّه ډیره کمزوري کړه ، په تیره بیا دا چې د بنی قریظه  یهودي قبیلې  د ژمنې ماتونې خبر هم ایشوا شو  او معلومه شوه چې  دغه قبیلې بت پرستو ته ژمنه ورکړې چې له خندقه  د تیریدا په  وخت  دوي هم  دخندق له خوا د مسلمانانو پر جهبې حمله کوي. له بل پلوه   د خندق وضعیّت  د احزاب د لښکر  دتیریدا خنډ شو او د هغوی لباره ددغه وضعیّت دوام ډير ګران او لګښتي  ؤ؛ ځکه  هوا هم  یخ کیدا په حال کې وه او له بل پلوه،لکه څنګه چې  هغه غله او چاره  چې ئې برابره کړې وه،هم د بدر او  احد جنګونو په څير د لنډې مودې  جنګ لپاره کافی وه، د کلابندۍ په اوږدیدا سره  خوراکي او دضرورت شیانو کمښت پر دوي دباؤ زیات کړ او د دوی له مغزو د جنګ  حماسه او ولوله  په تلو شوه  او ددوي په روحيّې کې سستۍ راغله . له دې امله د لښکر مشرانو  له دې پرته بله  چاره نه درلوده چې خپل میړني  او توانمن  جنګیالي  له خندقه تیر کړي او یو دل د جنګ بندون مات کړي. له دې امله  د احزاب لښکر  پنځه  قدرتمن او  اتل کسانو خپل آسونه  دخندق ګیرچاپیره  وزغلول راوزغلول  او د خندق   په یوه تنګ ځاي کې پورې غاړې ته ټوپ کړ او  د لاس په لاس جنګ لپاره ئې دمبارزو  جنګیالیو غوښته وکړه.

            هغه لومړنی کس جچې بریالی شو له خندقه تیر شي او مدینې ته وارد شي، د عمروبن عَبدوُد په نامې سره یو مشهور عرب شجاع جنګیالی ؤ.  هغه  په پرله پسې شعارونو سره مبارز غوښت او وئيل ئې، له چغو وهلو مې غږ نه پورته کیږي،نور ستړی شوم،آیا څو ک شته چې له ما سره په ډګر کې وجنګیږي؟. نو د مسلمانانو په لښکر کې یوه درنده چُپتیا خوره شوه  او چا سر نه پورته کولو .نو په دې وخت کې یوازې  علی(ع) د عمرو د بیابیا شعارونو او چغو په آوریدو سره له پیغمبر اکرمه(ص) میدان ته د تلو اجازت وغوښت،د پیغمبر  اکرم(ص)  له اجازت وروسته  علی (ع) له عمر بن  عبدود سره  وجنګید په یوه ګوزار سره ئې د عمرو کار ختم کړ. د عمروبن عبدود په وژل کیدا سره د خندق په جنګ کې د قریشو اقتدار او برَم  سره دړې وړې شو  او  احزابو خپله ناکامي په سترګو ولیدله. 

پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص)د امام علی علیه السلام ددغه بې مخینې حرکت په باب وفرمائیل؛ضربه علی یوم الخندق افضل من عبادک الثقلین:د حضرت علی (ع) د تورې یو ګوزار  ، د جن او انس له  عبادته ډير لوړ  لوړ دی:ځکه چې په دغه جنګ کې ټول کفر د اسلام په مقابل کې ودریدۀ او اسلام  د ټول کفر په  وړاندې بریالی شو او اسلام تل پاتې شو. په دغه جنګ کې  د خدای په اذن سره ، یو ډير ویرؤنکی طوفان  راغی چې د دښمن دوحشت سبب شو . دغه طوفان دومره سخت ؤ چې د دوي خیمې  او وسایل ئې له ځایه ولوړَوَل او حتی د دوی د خوړو دیګونه ئې هم په څټ کړل. دوي دومره په ویرې او وحشت کې ډوب شول  چې  دلته ئې خپله پاتیکیدا  د لازیاتې ناکامۍ، اختلافاتو او بدبختئ لامل بلله. نو ځکه ابوسفیان  دبیرته ستنید اامر وکړ او مدینه د ورځو ورځو له کلابندۍ ووروسته  له خطرې بچ باتې شوه.

               خوږو دوستانو ددغه مطلب  وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن او پتمن خداي سپارو ، بریالي او سوکاله ژوند ولرئ.

 (سیماب)

***********************************************