د رڼا سرچینې، د روزي رسونکي خداي پیغمبر(ص)
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې درڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني یو سل شلم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه ننني مطلب کې د عنکبوت سورې له ۶۰ تر ۶۲ پورې دآیتونو د نزول په باب درسره غږیږو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
خوږو دوستانو د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د خپلې زمانې ترټولو کړیدلی او مظلوم شخصیّت شمیرل کیږي.سختیانو هغه د لکه د فولادو ټینګ او کلک کړی ؤ چې د پيښو په تیزې هوا کې هیڅکله هم سرټيټی نه کاوۀ.ساده ژوند او صفا،زهد او اخلاص،له ښکلاؤ او تشریفاتو او د دنیا له پړَک پړوک څخه ډډه کولو ،له حضرت محمد مصطفی(ص) څخه داسې یو لوي مقتدا او پيشوا جوړ کړی ؤ چې د ټولو ښو فضایلو لرونکی ؤ. هغه په یوې شیبې کې د نړۍ درستې شتمنئ ترلاسه کولی شوې،خو له دغو ټولو صفتونو سره سره په ځینو شپو ورځو کې به ئې له لوږې پر خیټې کاڼي تړل. کله هم درې میاشتې تیریدې او پخپل کور کې به ئې نه د خوړو او د ډوډئ د پخولو لپاره اور نه بلیدۀ او د دوي یوازینۍ خواړۀ خرما او اوبه وې.
د هغه لباس هم د هغه بزرګوار له خوړو له ښه نه ؤ. د هغه لباس او قالي به پخواني او ساده وو او ټوټو څخه به جوړ وو او دومره ځيږ وو،چې د هغه پر بدن به ئې نښې پریښودې.په یوه روایت کې عبدا... بن مسعود څخه نقل شوي دي چې یوه ورځ پیغمبراکرم(ص)پر یوه ټغر ویدۀ شوی ؤ او پر بدن پوستکي ئې آثار او نښې جوړې شوې وې. کله چې ویښ شو،نو ما د هغه د نښو پر ځای لاس تیروۀ او ومو وئيل؛نو څه به شوي وائ که دې راته اجازت راکړی وائ چې په دغه ځيږ ټغر مو څه شی غوړولی وائ څو د هغه د ځيږوالي له اغیزو محفظ شوي وائ؟، پیغمبر اکرم وفرمائيل؛ له دنیا سره زما څه کار؟زما او ددنیا مَثل د هغې سوارلۍ په شان دی چې د ویې وَنې لاندې د څو شیبو لپاره دریږي او دهغه له سیوری استفاده کوي او وروسته بیاچټک حرکت کوي او روانیږي او وَنې په هغه ځاي کې پاتیګیږی.
له حضرت عمر څخه په یوه ورته حدیث کې راغلی دي چې؛ یوه ورځ د پیغمبر کور ته ورغلم، ومولیدل هغه په یوې زاړه بورئ یه پوزي باندې ناست ؤ او هغه ټاټ یا بورئ پر هغه نښې جوړې کړې وې د هغه خوراک هم له یو موټي وربشې او ترې پرته بل څه نه وو، نو ژړا راته راغله . پیغمبر اکرم(ص) زما ژړا سره ویښ شو او وې فرمائيل؛ دئ د خطاب رویه! ولې ژاړې ؟ ومو وئيل، نو ولې ونه ژارم.؟ ته د خداي غوره کس یاست او دا ستاسو خوراک دی. په داسې حال کې چې ؛خسرو؛ او قیصر په ډ يرو نعمتونو کې ډوب دي.وې فرمائيل؛ ائ عمره! خوښ نه ئۍ چې دنیا د هغو او آخرت د مونږه شي.؟
له خلکو سره د خدای د پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) چلند، د احترام درنښت، همدردئ او حوصلې په اساس ؤ،داسې چې ځینو کافران د هغه بزرګوار په لیدو او د هغه له روښانه سیرت څخه په خبریدو سره مسلمان کیدل. په هغو کې یو کس عدی بن حاتم طائي دی چې پخپله داسې وائي ؛له پیغمبر اکرم سره روان وم چې یوه بوډئ ښځه راورسیده او پیغمبر اکرم ئې له یوه ساعته هم زیات وځنډوۀ. پیغمبر اکرم(ص)په مُسکا او په اعصابو باندې په کنټرول سره هغې بوډئ ښځې ته ځوابونه ورکړل. تر دې حده چې زما حوصله ختمه شوه او نور ستړی شوم. هغه بزرګوار په ډاډمنیدا سره او سعةصدر سره له بوډئ سره خبرې کولې؛نو کله مې چې دغه حالت ولید،نو پوهه شوم چې هغه حالت یو عادی حالت نه دی؛ د یو مشر ریاست هغه ته اجازت نه ورکوي چې دومره صبرناک ووسي. په تیره بیا که دروغجن او دوکه باز وي، هغه له دوکه ورکولو او دوه مخي منافقت څخه نه تیریږي. خو دی دومره حوصله نندارې ته وړاندې کوي. زما د اسلام منلو علت دا ؤ چې کله دپیغمبر کور ته وارد شوم ،نو ومولیدل دهغه د ژوند حالت ډير ساده او له ښکلا پرته دی ،تر دې حده چې په کور کې کوم فرش هم نه لری،یوازې د پسۀ یو پوستکی ؤ چې زه ئې ورباندې کیښنولم ، او رسول الله بزرګوار پخپله پر خاورو کیښناست، دې صحنې لومړنۍ صحنې باندې ټينګار وکړ، او له ځان سره مو وئیل ، دا څنګه کیدلی شی،څو ک دروغ ووائي او خپل ظاهر جوړ کړي او د هغه ژوند دغه شان وي. دا آسماني مرام چې په عبودیّت او بندګۍ او د هغه په تواضع او کې ریښه لری،ټولو سره ئې چلند تکرارید. له شتمن او فقیر ، لرونکی او نه لرونکی مالدار او ابله پښه ،ټول او هرډول خلک د هغه د تواضع او خشوع بوي لیدلی او آوریدلی ؤ. یوه ورځ له خپلو لاندې کسانو سره ناست ؤ او خواړۀ ئې خوړل. د هغوي تر څنګ یوشمیر کوچیانې ښځې تیریدې او پیغمبر ته ئې مخ واړوۀ او وې وئيل؛ ائ د خدي پیغمبره! آیا تاسو هم له بندګانو او مریّونو سره ډوډئ خورئ؟. د خداي پیغمبر(ص) مُسکی شو او وې فرمائيل؛ ائ ښځې پر تا دې وائ وي، له ما لازیات بنده بل څوک دی؟:: دغو له صداقته ډکو خبرو د هغو ابله پښو پر زړونو دومره اغیزې وشیندلې چې له هغوي ئې سرښیندونکي او توره اوښکلي مبارز جوړول چې حاضر وو، تر خپل ژوند پورې دمحمد مصطفی(ص) په لاره کې کلک ودریږي او ورسره مرسته وکړي.:
د پیغمبر اکرم یو ملګری او صحابی ابن عمیر ، د خرماؤ په یوه باغ کې چې د هغه خپل ؤ، خرما ئې غونډول . په عین حال کې ئې د وَنې له پاسه ئې پیغمبر ولید، چې د باغ ترڅنګ تیریږی . هغه غوښتل هغه بزرګوار د هغه په باغ کې ګام کیږدي،څو د هغه باغ برکتناک شي ، خو هیڅکله ئې دا فرصت نه ؤ ترلاسه کړی. پر دې اساس د پیغمبر اکرم (ص) په لیدو سره ئې دا فرصت مناسب ولید او هغه ته ئې د بلنې د ورکولو لپاره زر له وَنې راکوز شو او ځان ئې کوڅې ته ورساوۀ. ابن عمیر پیغمبر اکرم ته ورنزدې شو او ورته ئې سلام وکړ او له هغه بزرګواره ئې وغوښتل چې د هغه باغ او بّڼ ته ورشي . پیغمبر اکرم هم د هغه سلام ته ځواب ورکړ او باغ ته ورغی. د خداي رسول باغ ته په واریدیدا سره له هغو خرماؤ چې دهغه په شاوخوا کې پر مځکه لویدلي وو،څو خرما راوخستل او تر خولې ئې یوړل. ابن عمیر هم ولاړ ؤ او د پیغمبر اکرم (ص) پر څیرې ئې فکر کاوۀ او د هغه باغ ته دپیغمبر اکرم (ص) په ورتلو ئې خوښي احساسوله . ناڅاپه پیغمبر اکرم له ابن عمیر وپوښتل، ولې پخپله خرما نه خورې.؟ هغه چې د خدای د پیغمبر اکرم په لیدو سره حک بَک پاتې شوی ؤ،نو ځان ئې موړ لید او وې وئيل؛ ائ د خداي رسوله! خوړو ته حاجت نه لرم او وږی نه یم ،نو پیغمبر اکرم په داسې حال کې چې خرما ئې خوړل وفرمائيل؛ نو ماته ولې خوند راکوي او خورم ئې، ځکه چې تقریبا څلور ورخې کیږي ،ما خواړۀ نه دي خوړلي . البته پوهه شه چې که مې غوښتلئ، نو خداوندمتعال ماته د کسری او قیصر له سلطنته هم لا لوي سلطنت راکاوۀ،خو ما نه غوښتل او نه ئې غواړم. اوس یو شمیر د رزق او روزۍ له ویرې ، د یوه راتلونکي کال لپاره هم د اړتیا وړ شیان انباروي. ائ ابن عمیر! د دوی په باب څنګه فکر کوئ.؟،پیغمبر اکرم ؛بې له دې چې د ابن عمیر د ځواب په تمه شي وفرمائيل؛ دوي کمزوری ایمان نه لري. بیا ئې وفرمائيل؛ ائ د عمیر زویه! ما د دنیا پر خزانې زړه نه دی تړلی او له شهوتونو او خوندونو پیروي نه کوم .په دې پوهه شه چې حتی یو دینار او درهم او کوم قالي مو هم نه دی ذخیره کړي.
خداوندمتعال روزی د خپل هر یوه بنده لپاره وغواړي،نو پراخوي ئې او د هر چا لپاره ئې چې وغواړي،محدودوي ئې؛ خداي تعالی پر هر څه دانا دی.
ابن عمیر په داسې حال کې چې د خدای د رسول (ص)د نوراني جمال په لیدو کې ډوب ؤ،د پیغمبر د صادقانه خبرو تر اغیزو لاندې ورغی .هغه سره له دې چې فیصله ئې کړې وه، په هماغو شیبو کې چې له پیغمبر اکرم څخه جدا شي، او له باغه د هغه په وتلو سره، خپل مال اړمنو او بې وځلو سره انفاق کړي او په دې لاره کې د پیغمبر اکرم پیروي وکړي،خو د خپلې روزئ په فکر کې ؤ او په دې سبب خپه بریښید. هغه له ځان سره فکر کاوۀ،که زه داسې رودې ته مخه کړم ،نو ممکنه ده پر ماژوند سخت شي. نو دغه دواړه لا له باغه نه وو وتلي چې د عنکبوت سورې له شپیتم تر دوه شپیتم پورې آیتونه نازل شول او دهغه کس خپګان او اندیښنه ئې ختمه کړه .خداوندمتعال په دغو آیتونو کې فرمائي؛ وَکَأَیِّن مِّن دَابَّةٍ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّـهُ یَرْزُقُهَا وَإِیَّاکُمْ وَهُوَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ / وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَیَقُولُنَّ اللَّـهُ فَأَنَّى یُؤْفَکُونَ / اللّهُ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَشاءُ مِنْ عِبادِهِ وَ یَقْدِرُ لَهُ إِنَّ اللّهَ بِکُلِّ شَیْء عَلِیمٌ:؛ او هغه ژوندي موجودات چې خپله روزي نشي پیدا کولی. خدای دی چې دوي او تاسو ته روزي درکوي او هغه دی آوریدونکی او دانا؛ او که ورڅخه وپوښت،دغه آ سمان او مځکې چا راپنځولي دي،او لمر او میاشت ئې داسې کرار او کنټرول کړي دی ،نو حتما به ووائي؛ الله؛ . نو بیا څرنګه پر حق سترګې پټوئ او مخ ترې اړوئ. خداوندمتعال روزی،چې د هرچا لپاره وغواړي پراخوي ئې او د چا لپاره ئې چې وغواړي ،نو محدودوي ئې؛خداي تعالی پر هر څه دانا دی.
د رڼا سرچینې نومې لړۍ خوږو مینه والو ددغه مطلب و خت هم همدورمه ؤنو تر بل مطلب پورې چې ستاسو خدمت ته بیا وړاندې کیږي،نو په نیاؤمن او لوي خداي مو سپارو،الله مو مل او ملګری.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************