اسرائیل د سیمې د سولې لپاره تر ټولو خطرناک ګواښ دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» د سوریې پرضد د اسرائیلو رژیم وروستې حملې په کلکه وغندلې او ویې ویل دا ډول اقدامات د یوه داسې رژیم لخوا چې هماغه راز یې د سوریې د خاورې ځینې برخې په غیر قانوني ډول نیولي دي د خطرناک تاوتریخوالي د زیاتیدا بیانونکي دي
او اسرائیل د ملګروملتونو د منشور او د نړیوالو حقوقو د ښکاره خلاف ورزۍ په ترڅ کښې نیواکګرۍ ته دوام ورکوي.
هغه په سوریې باندې د اسرائیلو د حملو په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډې کښې وویل دغه پوځي بریدونه په داسې حال کښې کیږي چې د سوریې په نیواکي جولان کښې د اسرائیلو رژيم نیواکګرۍ هماغه راز دوام لري.
هغه وویل د اسرائیلو رژیم له تیرو لسیزو راهسې په دغو نیوکي سیمو کښې د ښارګیو د جوړولو او د سیمو په غیر قانوني ډول د یوځاې کولو سیاست ته دوام ورکړي په داسې حال کښې چې دغه اقدامات د ملګروملتونو له منشور او د امنیت شورا له ډيرو پریکړه لیکونو سره په کامل تضاد کښې دي.
ایرواني وویل د اسرائیلو رژیم د سیمې د امنیت او د سولې پرضد په تر تولو جدي او تر ټولو خطرناک ګواښ بدل شوی دی او دغه چاره د دغه رژيم د تیریګرو اقداماتو له دوام او دغه راز له هغو بې قید او شرطه سیاسي ملاتړونو سرچینه اخلي کوم چې د امریکا او د ځینو لویدیځو هیوادونو لخوا ترسره کیږي.
په ملګروملتونو کښې د ایران دایمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني وویل د سوریې پرضد د اسرائیلو ترسره شوي حملې د امنیت شورا د چوپتیا نیغ په نیغه نتیجه او د دفاعي اقداماتو په غوره کولو کښې د نړیوالې ټولنې ناتوانۍ ده.
هغه وویل د اسرائیلو رژیم هیڅکله د نړیوالو حقوقو د نظام منده او د بیا بیا تیریو په وجه له هیڅ ډول پایلو سره نه دی مخامخ شوی او په کامل خوندیتوب سره خپلو تیریګرو اقداماتو ته دوام ورکوي.