د اسرائیلو رژیم ذات په جنایتونو او نژاد پرستۍ ولاړ دی
(last modified Thu, 14 Nov 2024 00:33:15 GMT )
Nov 14, 2024 05:03 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم ذات په جنایتونو او نژاد پرستۍ ولاړ دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند« اسماعیل بقایي» د صهیونیست رژيم ذات د تیریګرۍ او د نژاد پرستۍ پراساس وباله.

هغه د صهیونیسټ رژیم لخوا له نیولو شویو ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو په هکله د صهیونیسټ رژيم د مالیې د وزیر «بزالل اسموتریچ» وروستۍ څرګندونې د اسرائیلو د نژاد پرست ، د زیات غوښتنې او د تیریګر ذات بله روښانه نښه وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بقايي وویل د اسرائیلو جوړیدل او پراخیدل د فلسطین د ځمکې د غصبولو او د فلسطینیانو په زوره د کوچولو او د وژلو پراساس دي.

هغه دغه راز په فلسطین کښې د نسل کشۍ او په لبنان او لویدیځې اسیا سیمه کښې د نیواکګر صهیونیسټ رژيم د جنګ د رامینځته کولو د بندولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا او د نړیوالې ټولنې د پریکنده اقدام غوښتنه وکړه.

اسماعیل بقايي دې ته په اشارې سره چې صهیونیسټ رژيم نړیوالو قوانینو ته له پام کولو پرته خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي ټينګار وکړ داسې رژیم چې د ملګروملتونو په منشور او د نړیوالو حقوقو اصولو باندې هیڅ اعتقاد نلري په ملګروملتونو کښې د غړیتوب وړتیا نلري.

د صهیونیسټ رژيم د مالیې وزیر «بزالل اسموتریچ »ادعا کړي ده چې د فلسطین هیواد د ګواښ د حذفولو لپاره یوازنۍ لاره د سپیڅلي کتاب له نومونو څخه په استفادې سره د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې په سامره او یهودیه ښارګیو باندې د اسرائیلو د رژيم د واکمنۍ اعمالول دي.

هغه ژمنه کړي ده چې راتلونکی میلادی کال به په لویدیځې غاړې باندې د اسرائیلو رژيم د واکمنۍ کال وي.

له نړیوالو قوانینو سره سم په ختیځ بیت المقدس او د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټ رژیم ټول ښارګي غیر قانوني اعلان شوي دي.