روژه د خدای مېلمستیا (۷)
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i171018-روژه_د_خدای_مېلمستیا_(۷)
په هغه زمانه کې چې زړونه د سبا د اندېښنو او د نن ورځې د ستونزو تر منځ لالهانده شوي دي، یوه آرام بخښونکې حقیقت کولی شي د ژوند لاره بدله کړي: یعني خدای ته زړه ورسپارل. د خدای په نظر کې تر ټولو غوره عمل، توکل او د هغه په تقدیر رضا کول دي؛ یوه داسې حقیقت چې انسان له ویرې او اندېښنې څخه خلاصوي او باور ته رسوي.
(last modified 2026-02-22T10:06:17+00:00 )
Feb 22, 2026 14:27 Asia/Kabul
  • روژه د خدای مېلمستیا (۷)

په هغه زمانه کې چې زړونه د سبا د اندېښنو او د نن ورځې د ستونزو تر منځ لالهانده شوي دي، یوه آرام بخښونکې حقیقت کولی شي د ژوند لاره بدله کړي: یعني خدای ته زړه ورسپارل. د خدای په نظر کې تر ټولو غوره عمل، توکل او د هغه په تقدیر رضا کول دي؛ یوه داسې حقیقت چې انسان له ویرې او اندېښنې څخه خلاصوي او باور ته رسوي.

 دا لیکنه د توکل د ښکلا کیسه ده؛ د حضرت ابراهیم په ژوند کې د هغه روښانه بڼې څخه نیولې د رمضان د ورځو د سوچه آرامښت تر تجربې پورې، چیرې چې په خدای باور، انسان ته د آرام ژوند هنر زده کوي.

حضرت امیرالمؤمنین علي (ع) روایت کړی چې د معراج په شپه پیغمبر (ص) له خدای تعالی څخه پوښتنه وکړه: «ای زما پالونکي! د انسان تر ټولو فضیلت لرونکی عمل کوم دی؟» خدای عزوجل وفرمایل: «زما په نزد پر ما د توکل کولو او په هغه څه باندې رضا چې زه یې ویشم، هیڅ شی غوره نه دی.» « لَیْسَ شَىءٌ عِنْدى اَفْضَلَ مِنَ التَّوَکُّلِ عَلَىَّ وَالرِّضا بِما قَسِمْتُ

توکل د ایمان تر ټولو ښکلی بڼه ده؛ یوه ځواک چې زړه ته آرام ورکوي کله چې له ستونزو سره مخ کیږي او هغه ته په خدای د بشپړې بړوسې بلنه ورکوي. د توکل د تمرین لپاره یوه له غوره فرصتونو څخه د رمضان میاشته او روژه نیول دي. رمضان د توکل میاشته ده؛ یوه میاشته چې زړونه له اضطرابه او اندېښنو څخه خلاصوي او انسان ته ښيي چې په خدای باور د حقیقي آرامښت کیلي ده. روژه نیوونکی زده کوي چې د اندېښنې او اضطراب پر ځای، په خدای باور وکړي او پوه شي چې روزي، روغتیا، آرامښت او لارښوونه ټول د خدای له لوري دي او د هغه د حکمت او رحمت تر سیوري لاندې دي. دا په خدای باندې د باور او تکیې ورځنۍ تجربه زړه د ټولو نعمتونو او کړاونو د منلو لپاره چمتو کوي.

قرآن کریم د توکل د اهمیت ښودلو لپاره د ډېرو پیغمبرانو کیسې بیان کړي دي. په دغو کیسو کې یو تر ټولو وتلې کیسه د حضرت ابراهیم(ع) کیسه ده. حضرت ابراهیم (ع) د خپل ژوند په هر ځای کې پر متعال خدای باندې خپل بې ساری توکل ښکاره کړی دی، هغه توکل چې د توحید او یکتاپرستۍ درس دی. په ۱۶ کلنۍ کې د بابل د بت پرستانو سره مبارزه او د بتونو ماتول ، او رته د هغه حضرت ورغورځول، له بابل څخه شام ته تبعید، د مکې د وچې دښتې ته د خپلې ښځې او زوی لیږل، او بالاخره د حضرت اسماعیل (ع) قرباني کول هغه سختې آزموینې وې، چې ټولې یې پر خدای باندې په باور او توکل سره بریالۍ پای ته ورسولې.

د غوره بېلګو څخه یوه په خپل پالونکې د حضرت ابراهیم خلیل الرحمن(ع) د حیرانوونکي توکل دی هلته چې بت پرستانو پرېکړه وکړه حضرت ابراهیم علیه السلام په اور کې وسوزوي او له منځه یوسي.

امام صادق(ع) د دې پېښې په بیان کې وفرمایل: «کله چې ابراهیم په منجنیق کې کښېښودل شو او غوښتل یې هغه اور ته وغورځوي، جبرئیل ورغی او د سلام وروسته یې وویل: آیا اړتیا لرې چې زه درسره مرسته وکړم؟ ابراهیم(ع) ځواب ورکړ: نه.»

«جبرئیل حضرت ابراهیم(ع) ته وړاندیز وکړ چې که له ما مرسته نه غواړې، نو له خدای څخه خپله اړتیا وغواړه.» ابراهیم وویل: «همدا بس دی چې خداوند زما په حالت پوهیږي.» همدا چې حضرت ابراهیم(ع) خپل کار متعال خدای ته وسپارلو او پر هغه یې باور وکړ، اور ورته ګلستان شو. د ابراهیم د مبارکې سورې په ۶۹ آیت کې راغلي دي: «قُلْنَا یَا نَارُ کُونِی بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَىٰ إِبْرَاهِیمَ» «او موږ وویل: ای اوره! د ابراهیم لپاره سړه او سلامت اوسې.» هغه څوک چې تر دې حده پر خدای توکل وکړي، متعال خدای هم هغه له کړاوونو او سختیو څخه ژغوري او اور ورته په ګلستان بدلوي.

همدارنګه متعال خدای د ابراهیم سورې په ۳۷ ایت کې د ابراهیم د ژوند تر ټولو په سختو پړاونو کې د هغه توکل او دعا ته اشاره کوي او فرمایي: «رَبَّنَا اِنِّی اَسْکَنْتُ مِنْ ذُرِّیَّتِی بِوَادٍ غَیْرِ ذی زَرْعٍ عِنْدَ بَیْتِکَ الُمحَرَّمِ رَبَّنَا لِیُقِیمُوا الصَّلَوةَ فَاجْعَلْ اَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِی اِلَیْهِمْ وَ ارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ یَشْکُرُونَ: پروردګارا! ما ځینې له خپلو اولادونو څخه په یوه بې اوبو او شاړې وادۍ کې د هغه کور ترڅنګ چې ستا حرم دی [ستا په امر او په تا په توکل سره] مېشت کړل څو لمونځ وکړي، اوس ته د خلکو زړونه د دوی پر لور راواړوه او میوې یې روزي کړه، شاید شکر دې ادا کړي.»

په رښتیا که ایمان د غره په څېر کلک او زړه د سمندر په څېر پراخ او توکل په لوړه کچه نه وي، آیا ممکنه ده چې انسان خپله مینه ناکه ښځه او د تی رودونکي زوی په یوه وچه او سوځونکې او بې اوبو او له شنګیا پرته ځمکه کې یوازې د خداي حکم د ترسره کولو لپاره پرېږدي او له هغه ځایه خپل وطن ته ستانه شي؟!

په بل ځای کې، له خداي څخه یو ډېر سخت حکم صادرېږي؛ داسې حکم چې هر انسان په شک او اضطراب کې غورځوي. په دې حکم کې خداي له حضرت ابراهیم څخه وغوښتل چې خپل زوی اسماعیل د بندګۍ په لاره کې قرباني کړي، سره له دې، ابراهیم (ع) په بشپړ ایمان او باور سره د خداي اطاعت ته چمتو شو. هغه په خداي توکل وکړ او زړه یې آرام و، ځکه پوهیده چې خداي حکیم او رحیم دی او هېڅ حکم یې بې حکمت نه وي. هغه په همدې باور او توکل سره خپل زوی قربانګاه ته بوتی او چړې یې د زوی پر غاړه کېښوده. په دې حال کې خداي د قربانۍ لپاره بدیل وټاکه او ابراهیم او د هغه زوی یې په خپل رحمت او برکت کې شامل کړ. دا کیسه د ریښتیني توکل نښه ده: په خداي باندې د ایمان حتی له سختو پرېکړو سره د مخامخېدو پر مهال.

ابراهیم (ع) په خپل بې ساري توکل سره په هېڅ کار او پېښه کې له خدايه پرته بل نظر نه درلود. هر څه چې غوښتل، له هغه څخه یې غوښتل، او یوازې د هغه دروازه ورټک وهله. د شعراء د مبارکې سورې له ۷۸ تر ۸۲ آیتونه د دې ادعا ښه شاهد دي. دغه آیتونه د خدای په وصف کې  خبرې د ابراهیم ع په دې ډول بیانوي:

«الَّذِى خَلَقَنِى فَهُوَ یَهْدِینِ * وَالَّذِى هُوَ یُطْعِمُنِى وَیَسْقِینِ * وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ یَشْفِینِ * وَالَّذِى یُمِیتُنِى ثُمَّ یُحْیِینِ * وَالَّذِى أَطْمَعُ أَنْ یَغْفِرَ لِى خَطِیئَتِى یَوْمَ الدِّین:

ژباړه:  (د نړۍ پالونکی) هغه څوک دی چې زه یې کړم، او تل راته لارښوونه کوي، هغه څوک چې ما ته خواړه راکوي او خړوبوي مي، او کله چې ناروغ شمه، ماته شفا ورکوي، هغه څوک چې ما مړوي او بیا ژوندی کوي، او هغه څوک چې هیله لرم زما ګناه د جزا په ورځ وبخښي.»

انسان په خپل دنیوي ژوند کې د ډېرو کارونو د ترسره کولو لپاره پر وکیل تکیه کوي او خپل چارې ورته سپاري ترڅو ښه او باوري نتیجه ترلاسه کړي. همدغه معنا، په یوه لوړه سطحه، د بنده او خدای ترمنځ اړیکه کې ښکلی بڼه لري. شایسته ده چې انسان په ټولو چارو کې پر خدای تکیه وکړي او هغه د خپل حقیقي وکیل په توګه وپېژني؛ ترڅو غوښتنې یې بې اضطرابه او بې تشویشه، په غوره وخت او غوره ډول پوره شي.

په حقیقت کې، هر څوک د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره درې لارې لري:

پر خپل محدود توان باور کول، په نورو باندې تمه کول، یا د خدای په لامحدود ځواک باندې تکیه کول.

هغه څوک چې خدای خپل مالک او په ځان یې واکمن ګڼي، نور اړتیا نه ویني چې خپل لاس د نورو پر لور وغځوي. توکل په ایمان کې ریښه لري؛ له ایمان پرته توکل معنا نه لري.

توکل د انسان د هڅو او الهي ځواک ترمنځ یو پل دی. روژه تي د روژې او لمونځ په وسیله خپله برخه ادا کوي او بیا خپل زړه په آرامۍ سره خدای ته سپاري. لکه څنګه چې حضرت ابراهیم (ع) په توکل سره د اور په منځ کې آرام شو او الهي برکتونه یې ولیدل، نن ورځ انسان هم په خدای باندې په باور سره کولای شي په سختیو کې مضبوط پاتې شي. توکل یوازې باور نه دی؛ دا د آرام ژوند هنر دی. هغه هنر چې زړه سپکوي او انسان د رحمت او د هیلو سرچینې ته ورنږدې کوي.

او اوس روژه مات ته په دې نژدې شيبو کې

وخت په قراره تیریږي او زړونه وار په وار عبادت لره چمتو کیږي

کله چي روژه مات کیږي، یوازې خوله نه خلاصیږي

زړه هم سپکیږي، په هغه توکل سره چي مونږ ته را په یادوي

هر څه په خپل وخت رسیږي، که زړونه خدای ته ور وسپارو

روژه مات، د ارامښت تمرین دی، په تل پاتې یعني قیوم خدای باندې د باور تمرین

روژې او لمونوځونه مو قبول شه