د رڼا سرچینې ۱۸۲
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i175008-د_رڼا_سرچینې_۱۸۲
ګرانو او قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د رڼا سرچینې له یو بل پروګرام سره دا دی یوځل بیا ستاسو په خدمت کښې یو. په ننني پروګرام کښې به د ممتحنه د مبارکې سورې له اول نه تر دریم پورې آیتونو شانِ نزول وجاجوو، هیله ده چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ.
(last modified 2026-07-08T10:17:21+00:00 )
Jul 08, 2026 14:41 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې ۱۸۲

ګرانو او قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د رڼا سرچینې له یو بل پروګرام سره دا دی یوځل بیا ستاسو په خدمت کښې یو. په ننني پروګرام کښې به د ممتحنه د مبارکې سورې له اول نه تر دریم پورې آیتونو شانِ نزول وجاجوو، هیله ده چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ.

د حدیبیې د صلحې تړون د قریشو په شپني برید او د یوشمیر بیګناه خلکو په وژل کیدو سره مات شو. خو لږه موده نه وه تیره چې قریش په خپلې غلطۍ پوه شول او د مسلمانانو د حملې د مخنیوي لپاره د صلحې تړون د نوي کولو او جبیره کولو په لټه کښې شول. په دې وجه ابوسفیان د قریشو د استازي په توګه سمدستي مدینې ته لاړ ترڅو په هره طریقه چې وي، د صلحې تړون تازه کړي او په مکې باندې د مسلمانانو د احتمالي حملې مخه ونیسي.

ابوسفیان مدینې ته له رسیدو سره سم، د خپلې لور «ام حبیبه» کور ته لاړ چې د پيغمبر اکرم یوه میرمنه وه. هغه فکر کوه چې د هغې کور ته په تګ سره په خصوصي توګه د خدای له پیغمبر سره کتنه وکړي او په یو ترتیب سره کار اصلاح کړي. خو چې څنګه د خپلې لور کوټې ته ننوته، د «ام حبیبه» له بې پامۍ سره مخ شو. او چې په قالین باندې کښیناستل یې غوښتل، لور یې زر ورمخکښې شوه او قالین یې راغونډ کړ. ابوسفیان په خوابدۍ پوښتنه وکړه: لورې! آیا ما د دې قالین لایق نه ګڼې او که دا قالین زما وړ نه ګڼې؟ ام حبیبه ځواب ورکړ: نه! دا قالین خاص د رسول الله لپاره دی او ته مشرک او نجس یې، نه غواړم چې پښه پرې کښیږدې.

ابوسفیان د هغې له کوره راووته او ځان یې په څه ناڅه طریقه پیغمبر اکرم ته ورسوه او ویې ویل: ای محمده! د خپل قام د وینې ساتنه دې وکړه او قریشو ته پناه ورکړه او تړون تازه کړه! پیغمبر وفرمایل: آیا تړون دې مات کړی دی؟

ابوسفیان ځواب ور نه کړی شو، سر یې ټیټ کړ او بې نتیجې مکې ته ستون شو.

د ابوسفیان له تلو وروسته رسول الله مبارک خلکو ته امر وکړ چې سفر ته تیار شي او خپلې کورنۍ ته یې هم وویل چې د سفر سامان یې چمتو کړي خو د سفر منزل او مقصد یې څرګند نه کړ او خپلو هم تړونه چاپیره قبایلو ته یې هم د تیاریدو امر ورکړ. کله چې ټول روانیدو ته تیار شول نو خبر یې ورکړ چې د «مکې د فتح کولو» لپاره ځي. د پیغمبر ټول کوشش دا و چې لښکر په جدیت او چټکۍ سره مخته لاړ شي او قریش یې په حرکت خبر نه شي.

د قریشو کفار د تړون له ماتولو وروسته په مکې باندې د مسلمانانو له حملې ویریدل، په دې وجه د یو مهاجر میرمنې ته ورغلل او له هغې یې وغوښتل چې خپل میړه ته یو لیک ولیږي او په کښې پوښتنه وکړي چې آیا محمد(ص) د مکې له خلکو سره د جنګیدو نیت لري او که نه؟ او هغې هم دغه کار وکړ.

دغه لیک د «ساره» په نامه یوې ښځې ته ورکړی شو چې هغه مدینې ته یوسي او هغه «حاطب بن ابی بَلتَعَه» ته روکړي. «ساره» به په مکې کښې د سندرو ویلو او ګډیدو له لارې پیسې ګټلې. د خدای پیغمبر په مدینې کښې د هغې په لیدو سره پوښتنه وکړه: آیا مسلمانه شوې یې چې دلته راغلې؟

هغې خپل سر په نفي کښې وښوروه او ویې ویل: نه.

د خدای ګران حبیب وفرمایل: نو  کډه دې کړې ده؟.

ساره ځواب ورکړ. نه.

رسول الله مبارک پوښتنه وکړه: نو ولې راغلې یې؟

ساره په لړزیدلي اواز وویل: تاسو په مکې کښې د ټولو بې پناه خلکو پناهګاه وئ، زه راغلم چې له ما سره هم مرسته وکړئ.

پیغمبر اکرم وفرمایل: د مکې په ځوانانو څه شوي دي، آیا ستا مرسته نه کوي؟

ساره وویل: د بدر له جګړې او د قریشو د مشرانو له وژل کیدو وروسته هغوي نوره زما په پروګرامونو کښې دلچسپي نه لري.

د رحمت پیغمبر حکم ورکړ چې هغې ته جامې، سپرلي او د سفر لګښت ورکړی شي.  

په رسالت د پیغمبراکرم حضرت محمد مصطفی(ص) له مبعوثیدو وروسته، «حاطب» د «ابوقبیس» غره په خوا کښې له هغه حضرت سره ملاقات وکړ او ورباندې یې ایمان راوړه او شهادتین یې وویل: څه موده پس د پيغمبر اکرم په حکم مدینې ته کډه شو او ښځه او بچي یې په مکه کښې بې کسه پاتې شول.

«حاطب» د بدر جنګ له غشو ویشتونکو څخه و خو د  د خپلې ښځې غوښتنې ته ټینګ نه شو او غلې شان یې د هغې د لیک ځواب ولیکه او «ساره» ته یې ورکړ.

«حاطب» په لیک کښې د مکې خلکو ته لیکلي وو چې د خدای رسول غواړي چې ستاسو په لور درشي او مکه فتح کړي، دفاع ته تیار اوسئ.

«ساره» په دیرې تیزۍ سره له مدینې نه د مکې په لور روانه شوه چې د اسلام د لښکر د روانیدو خبر قریشو ته ورسوي خو په دې نه وه خبر چې د خدای تعالی د وحي فرښتې حضرت جبرائیل، رسول الله مبارک په دې پيښې خبر کړی دی. رسول اکرم حضرت علي او څو نورو کسانو ته امرک وکړ چې په اسونو سپاره شي او د مکې په لور روان شي او ویې فرمایل: د لارې په فلاني منزل کښې به هغې ښځې ته ورسئ چې د مکې د مشرکانو لپاره یو لیک وړي. لیک ترې واخلئ. حضرت علي علیه السلام او ملګري یې سمدستي روان شول او د رسول الله مبارک په ګوته کړي ځاې کښې هغې ته ورسیدل. ساره قسم وخوړه چې هیڅ لیک ورسره نشته. د رسول اکرم استازو د هغې د سفر ټول سامان ولټوه خو هیڅ یې ونه موندل. ټولو فیصله وکړه چې ستانه شي خو حضرت علي علیه السلام وفرمایل: پيغمبر دروغ نه دي ویلي. خپله توره یې راوایستله او ښځه یې وګواښله. ساره چې کله توره د سر دپاسه ولیده نو وویریده. د خپل سر په ویښتو کښې پټ کړی لیک یې راوایسته. هغوي هم دغه لیک پيغمبر اکرم ته یوړه.

حضرت محمد(ص)،«حاطب» راوباله او ویې وفرمایل: دا لیک پيژنې؟

حاطب په شرمندګۍ وویل: هو.

پیغمبر اکرم زیاته کړه: کوم څیز د دې کار په ترسره کولو مجبور کړې؟

حاطب سر ټيټ کړ او ویې ویل: ای د خدای رسوله! په خدای قسم، له کومې ورځې چې مې اسلام منلی دی، یوه شیبه مې کفر نه دی کړی او هیڅکله مې له تاسو سره خیانت نه دی کړی او له کله نه چې له مشرکانو بیل شوی یم، هیڅکله مې د هغوي بلنه نه ده منلې خو مسئله دا ده چې د هر مهاجر کورنۍ په مکه کښې داسې کسان لري چې د مشرکانو په وړاندې ورڅخه ملاتړ کوي، خو زه په مکه کښې څوک نه لرم او کورنۍ مې د مشرکانو په لاس کښې ګیره ده. ما غوښتل یو خدمت یې وکړم چې کورمۍ مې سوکاله ووسي. ما یقین درلود چې زما لیک د هغوي لپاره هیڅ ګټه نه لري او اخر به ماتې خوري او مسلمانان به بریالي کیږي.

پیغمبر د هغه بخښنه ومنله خو یو صحابي راپاڅیده او ویې ویل: ای د خدای رسوله! اجازه راکړئ چې د دې منافق سر پرې کړم.

رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) وفرمایل: دی د بدر له جنګیالیو څخه دی او خدای تعالی په هغوي ځانګړې مهرباني لري. دغه وخت د سوره ممتحنه له اول نه تر دریم پورې مبارک آیتونه نازل شول او له مشرکانو او د خدای له دښمنانو سره د دستۍ د پریښودو په هکله یې مسلمانانو ته عبرتناک تعلیمات ورکړل. داشان چې فرمايي:

آموخت و فرمود: یَا اَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لاَ تَتَّخِذُوا عَدُوِّی وَعَدُوَّکُمْ اَوْلِیَاءَ تُلْقُونَ اِلَیْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَ قَدْ کَفَرُوْا بِمَا جَاءَکُم مِنَ الْحَقِّ یُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَ اِیَّاکُمْ اَن تُؤْمِنُوا بِالله رَبِّکُمْ اِن کُنتُم خَرَجْتُمْ جِهَاداً فِی سَبِیلی وَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِی تُسِرُّونَ اِلَیْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَ اَنَا اَعْلَمُ بِمَا اَخْفَیْتُمْ وَ مَا اَعْلَنتُمْ وَ مَن یَفْعَلْهُ مِنکُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِیلِ/ اِن یَثْقَفُوکُمْ یَکُونُوا لَکُمْ اَعْدَاءً وَ یَبْسُطُوا اِلَیْکُمْ اَیْدِیَهُمْ وَ اَلْسِنَتَهُم بِالسُّوءِ وَ وَدُّوا لَوْ تَکْفُرُونَ / لَن تَنفَعَکُمْ اَرْحَامُکُمْ وَ لاَ اَوْلاَدُکُمْ یَوْمَ الْقِیَامَةِ یَفْصِلُ بَیْنَکُمْ وَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ :

«ای د ایمان خاوندانو! زما له دښمن او ستاسو له خپل دښمن سره ملګرتیا مه کوئ! تاسو له هغوي سره د مینې څرګندونه کوئ حال دا چې هغوي له هغه څه کافر شوي چې په حقه تاسو ته راغلي دي او رسول الله او تاسو په هغه خدای باندې په ایمان سره چې ستاسو د ټولو پروردګار دی، تاسو له خپلو ټاټوبو بهر شړي، که تاسو زما په لاره کښې د جهاد او زما د رضا لپاره هجرت کړی دی، (له هغوي سره دوستي مه کوئ) تاسو په پټه له هغوي سره د دوستۍ اړیکه ټینګوئ په داسې حال کښې چې زه په هر لاخبر یم چې تاسو یې پټوئ یا یې څرګندوئ! او په تاسو چې هرکس چې داسې وکړي، سمه لاره یې ورکه کړې ده! / هرکله چې هغوي په تاسو تسلط ومومي بیا همهغه پخواني دښمنان دي او تر خپله وسه په ژبې او لاس له تاسو سره دښمني کوي او څومره خوښوي چې تاسو کافران شئ. / د قیامت په ورځ به ستاسو خپلوان او اولادونه (که مومن نه وي) هڅکله به ستاسو لپاره  هیڅ ګټه ونه لري چې په هغه ورځ به خدای ستاسو ترمینځ بیلتون راولي او خدای ستاسو هر کار ویني.

*/*/*/*/