د رڼا سرچینې (د قرآني آيتونو د نزول شان– ۱۸۴)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې درڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني یو سل څلور اتیایم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. په دغه م طلب کې درسره د صف سورې د ۲،۳ او ۴ آیتونو په باب درسره غږیږو، په دغو آیتونو کې د هغو کسانو غندنه شوې چې خبرې کوي خو پخپلو خبرو عمل نه کوي.،نو ستاسو په خدمت کې یوو،په دې هیلې سره چې دغه مطلب مو د استفادې وړ وګرځي.
قدرمنو دوستانو وائي چې ، د مسلمانانو له بريا وروسته، د مسلمانانو يوې ډلې د جنګ غنيمتونو ته پام واوښت. دوی دومره خوشحاله وو چې له خوښۍ په ځان کې نه ځایېدل او ځانونه ئې د جنګ د ډګر زړَور اتلان ګڼل.
ځينو ويل: مونږ هېڅکله د جنګ په ډګر کې دښمن ته شا نه ده کړې.
ځينو نورو ويل؛ زمونږ قبيله په زړَورتيا مشهوره ده او له تېښتې سره هېڅ بلدتيا نه لري.
يو شمېر نورو بيا د خپلو پلار نيکونو د مېړانې کيسې کولې او ځانونه ئې تر ټولو ستر اتلان ګڼل.
خو د دغو ډېرو خبرې کوونکو کسانو له ډلې زياتره هغه کسان وو چې د جنګ په ډګر کې تر ټولو شاته ولاړ وو او کله به ئې چې دښمن وليد، تر ټولومخکې به تښتېدل!
له بلې خوا، کافرانو په هر ډول پلموسره له مسلمانانو سره جنګ جګړې کولې، نو اړينه وه چې دغو کسانو د خپلو خبرو رښتينولي په عمل کې ثابته کړې وائ.
د بدر په غزا کې د قريشو يو شمېر مشران ووژل شول، ځينې اسيران شول او يو شمېر نور وتښتېدل او مکې ته ورسېدل.
ابوسفيان، چې د قريشو له مشهورو سوداګرو څخه و، ځان ئې د جنګ له ډګره وژغوره او د قريشو سوداګريز کاروان ئې مکې ته ورساوه.
د قريشو يو شمېر سوداګر او مشران هغه ته ورغلل او غوښتنه ئې ترې وکړه چې د همدې سوداګريز کاروان ګټه دې له مسلمانانو سره د جنګ لپاره ځانګړې کړي.
ابوسفيان د هغوی غوښتنه ومنله. هغه هم د نورو مشرانو په څېر د بدر جنګ ماتې نه شوه زغملئ؛ ځکه له دې جنګه وروسته د مکې د تاجرانو سوداګريزې لارې نورې خوندي نه وې.
له همدې امله، ابوسفيان بېلابېلې قبيلې د مسلمانانو پر ضد د يوه جنګ لپاره ته سره ټولې کړې او د درې زره کسیز لښکر، دوه سوه آسونو، درې زره اوښانو او کافي خوراکي توکو او تجهيزاتو سره د مدينې پر لور وخوځېد.
د احد جنګ د هجرت د دريم کال په شوال مياشت کې رامینځته شوه.
رسول الله ﷺ غوښتل چې له دښمن سره د مدينې د ښار دننه جنګ وکړي. د مهاجرينو او انصارو يو شمېر مشرانو هم له همدې نظر سره موافقه وکړه.
رسول الله ﷺ وفرمايل:په مدينې کې پاتې شئ، ښځې او ماشومان په هغو کلکو کورونو کې ځای پر ځای کړئ چې د کلا بڼه لري. که دښمن ښار ته وارد شو، مونږ به په کوڅو کې ورسره وجنګېږو؛ ځکه موتږ له هغوی څخه د مدينې په لارو ښه بَلد يو. پر دې سربېره ، له دېوالونو او بامونو څخه به هم پرې غشي وروو.»
خو په مقابل کې، هغه ځوانان چې د شهادت لېواله وو او د بدر په غزا کې ئې ګډون نه ؤ کړی، نو غوښتل ئې چې له دښمن سره د ښار دباندې مخامخ جنګ وکړي.
يو شمېر مشران اصحاب ، لکه حضرت حمزه ، سعد بن عباده، نعمان بن مالک او نور هم له دغو ځوانانو سره همغږي وو او ويل ئې:اې د خداي رسوله! مونږ وېره لرو چې دښمن داسې ونه ګڼي چې مونږ له جنګه وېرېدلي يو او ځکه له ښاره ونه وتلو. دا فکر به هغوی نور هم زړَور کړي.
له اوږدو خبرو او د نظرونو له اختلاف وروسته، رسول الله ﷺبزرګوار د دغو ځوانانو د احساساتو د درناوي لپاره له خپل لومړني نظر څخه تېر شو.
بيا آنحضرت ﷺ له يوه تن سره يو ځای د جنګ د یوه مرکز د چمتو کولو لپاره له مدينې څخه ووت او د احد د غره په لمن کې ئې داسې ځای وټاکه چې ښه پوځي موقعيت ئې درلود.
وروسته رسول الله ﷺ د جمعې د لمانځه په خطبې کې خلک له دې پرېکړې خبر کړل، او د جمعې تر لمانځه وروسته د مهاجرينو او انصارو له زر کسیز لښکر سره د جنګ ډګر ته روان شو.
د دې جګړې قوماندان خپله رسول الله ﷺ و.
دوی څو بيرغونه پورته کړل چې ځينې ئې مهاجرينو او ځينې يې انصارو ته وسپارل.
رسول الله ﷺ په احد سيمې کې د اووه سوه مجاهدينو په ملګرتيا د سهار لمونځ ادا کړ او عبدالله بن جبير ئې له پنځوسو ماهرو غشو ويشتونکو سره د غره د هغه مهم تنګي د ساتنې لپاره وټاکه، او ټينګار ئې وکړ؛ هېڅکله دا ځای مه پرېږدئ او خالي ئې نه کړئ:::
دواړه لښکرې د یو بل پر وړاندې په لیکو کې ودرېدې. ابوسفیان خپل لښکر د خپلو بتانو په نوم هڅاوه، او رسول الله ﷺ خپل پوځ د لوي خدای په نوم تشویقاوه.
مسلمانانو په چټک برید سره د قریشو لښکر مات کړ. د کفر لښکر په تېښته شو او مسلمانانو ئې تعقیب پیل کړ.
خو ځینو مسلمانانو، په دې ګومان چې کفارو په بشپړه توګه ماته خوړلې ده ، د جنګ د غنیمتونو په ټولولو بوخت شول. همدارنګه د غره د تنګي ساتونکو هم، د رسول الله ﷺ د پرلهپسې سپارښتنو خلاف، د غنیمتونو د ټولولو په طمع خپل سنګر پرېښود.
هماغه مهال د مکې د کفارو لښکر له فرصته ګټه پورته کړه ، د غونډۍ له شا تاؤ شو او له شا ئې پر مسلمانانو برید وکړ. په دې توګه مسلمانان له دواړو خواوو محاصره شول.
په دغه جنګ کې د رسول الله ﷺ تره، حضرت حمزه (رض)، شهید شو، او له څو تنو پرته ډېری مسلمانان په تېښته شول.
په همدې وخت کې د مکې د کفارو یو تن د مسلمانانو د ښي اړخ د بیرغ وړونکی، مصعب بن عمیر (رض) شهید کړ او په لوړ غږ ئې نارې کړې؛ په لات او عُزّی قسم، محمد وژل شوی دی!
د دغه خبر په اورېدو سره، هغه کسان چې د خپلې مېړانې ډېرې دعوې ئې کولې، د جګړې ډګر پرېښود او د احد غره لوړو ته وتښتېدل.
په عین حال کې، یو تن چې د غره سر ته رسېدلی و، په لوړ غږ وویل:اوس چې محمد وژل شوی، ښه به دا وي چې عبدالله بن اُبي ته یو استازی ولېږو، څو له ابوسفیان څخه زمونږ لپاره د امان غوښتنه وکړي. مخکې له دې چې ووژل شئ، خپلو کورونو ته ستانه شئ.»
خو زړوَر مسلمان اَنس بن نَضر (رض) په لوړ غږ وویل:ای خلکو! که محمد ﷺ شهید شوی وي، د محمد رب ژوندی دی.:
بیا ئې په ډېر عاجزانه ډول دعا وکړه:ای الله! زه ستا په حضور کې د دغو خلکو له خبرو بخښنه غواړم، او د هغو له کړنو بېزاري اعلانوم.
وروسته ئې پر دښمن سخت برید وکړ او د کفارو د یوه تن په لاس شهید شو.
څو شېبې وروسته، حضرت علي بن ابي طالب (ع) د رسول الله ﷺ لاس ونیو او هغه ئې، چې ټپي شوی و، له ځمکې پورته کړ، څو مسلمانان وویني چې رسول الله ﷺ ژوندی دی.
حضرت علي (ع) د رسول الله ﷺ مخې ته ودرېد او هر څوک به چې د آنحضرت ﷺ لوري ته ورنږدې کېدل،په شا به ئې تمبول.
له لږ وخت وروسته، یو شمېر مسلمانان بېرته ستانه شول، د رسول الله ﷺ شاوخوا ټول شول او اسلامي لښکر یو ځل بیا منظم شو.
د کفر لښکر، چې ځان ئې بریالی ګاڼه، د دې لپاره چې جنګ نور دوام ونه کړي، د مکې پر لور روان شو. او مسلمانانو هم د ماتې تریخ خوند وڅاکه. د هغوی روحي حالت ډېر خراب شوی و، ځکه هغوی ځانونه پر حق ګڼل او هېڅکله ئې د ماتې تمه نه لرله.
دغې ماتې د مسلمانانو ایمان او عقیده کمزوري کولی شوه.
په جنګ کې د تېروَتو کسانو موضوع، لکه هغه غشي ویشتونکي چې خپل سنګرونه ئې پرېښودل، او هغه کسان چې له جنګه وتښتېدل، د هغوی د احتمالي سزا مسئله، او همدارنګه د مشرکانو د بیا برید احتمال، چې د خپلې بریا له امله مغرور شوي وو، دا ټول د دغې ماتې تریخوالی لا زیاتوه.
تر دې چې د صف سورې د ۲، ۳ او ۴ آیتونه نازل شول او مسلمانان ئې د هغو خبرو له امله، چې عمل ئې پرې نه کاوه، وغندل او ملامت ئې کړل.
هو! د رښتینو مؤمنانو یوه نښه دا ده چې د هغوی خبرې او عمل په بشپړه توګه یو له بل سره برابر وي.
هر څومره چې انسان له دې اصل څخه لیرې کېږي، په هماغه اندازه د ایمان له حقیقته هم لیرې کېږي.
ځکه ژبه د زړه ژباړونکې ده، او که د زړه او ژبې لارې سره بېلې شي، نو دا د نفاق نښه ده.
له تر ټولو بدو آفتونو څخه چې پر یوې ټولنې مسلط کېدلی شي، د یو بل پر وړاندې د باور له مینځه تلل دي، او د دې اصلي لامل د خبرو او عمل ترمنځ بېلتون دی.
هغه خلک چې خبرې کوي خو عمل نه پرې کوي، هېڅکله پر یو بل باور نه شي کولئ او د ستونزو پر وړاندې سره متحد نشي کېدلی.
د دوي ترمینځ نه وروري او نه صمیمیت ټینګېږي، او آن دښمن هم کوم اهمیّت نه ورکوي.
خداي تعالی د صف سورې په ۲، ۳ او ۴ آیتونو کې د عمل نه کونکي ویناوال په دې ډول غندي:
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ»
؛ ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! ولې داسې خبرې کوئ چې عمل پرې نه کوئ؟!
د خداي په نزد دا ډېره د کرکې وړ خبره ده چې داسې څه ووائۍ چې عمل پرې نه کوئ.
بېشکه خداي هغه کسان خوښَوي چې د هغه په لار ې کې په منظم صف کې داسې جنګ کوي، لکه د کلک او ټینګ غر په شان
= د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو درڼا سرچینې د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤ، نو په دې هیله چې خداوندمتعال مونږ ټول له هغو مؤمنانو وګرځوي چې په خپلو خبرو عمل کوي او هېڅکله د خداي تعالی له امرونو او د رسول الله ﷺ له لارښوونو سرغړونه نه کوي. نو تاسو ټول قدرمن اورېدونکي په لوی او مهربان خداي سپارو.شپې ورځې مو نېکمرغه ، ژوند مو خوشاله او هره شېبه مو له خیر او برکته ډکه وي. بریالی ووسئ.
ژباړن!(سیماب)
**************************************************