د رڼا سرچینې ۲۰۲ پروګرام
عزتمنو اوریدونکو د رڼا سرچینې په نني پروګرام کښې د قران کریم د العادیات سورې له لومړي څخه تر یولسمو ایتونو پورې غور کوو.
د هجرت اتم کال و.
یو صحرا میشته سړی د خدای پاک ج پیغمبر حضرت محمد ص ته ورغی او یې ویل: غواړم چې تا ته نصیحت وکړم! د خدای رسول حضرت محمد ص پوښتنه وکړه: ته څه نصیحت لرې؟ ویې ویل:د عربو دولس زره جنګیالي په «یابس» ټاټوبي کښې راغونډ شوي دي.هغوې له یوبل سره تړون کړی دی چې له یوبل سره ملګرتیا وکړي او له ملګرتیا کولو لاس وانخلي تر دې چې یا ټول په دغه ژمنې کولو کښې مړه شي یا دا چې تا او د ستا تره زوی علي ووژني.
پیغمبر اکرم حضرت محمد ص د دغه خبر په اوریدو سره حکم ورکړ خلک په جومات کښې راغونډ شي.
ټول مسلمانان چې کله په جومات کښې راغونډ شول، پیغمبر اکرم حضرت محمد ص منبر ته وخت او هغه څه چې اوریدلي یې وو خلکو ته بیان کړل.
یوشمیر مسلمانان راپاڅیدل او ویې ویل: یا رسول الله مونږ د خدای او د تا له دښمانانو سره جنګ کولو ته تیار یوو.
مونږ له هغوې سره جنګ کولو ته واستوه.
تراوسه په جومات کښې د خلکو د راغونډیدا لږ وخت نه و تیر شوی چې پیغمبر اکرم ص یوشمیر داوطلبه کسان انتخاب کړل او ابوبکر یې د هغوې قومندان وټاکه.
له ښار څخه د دغه ډلې له وتلو مخکې پیغمبر اکرم حضرت محمد ص هغو ته سپارښتنه وکړه هغه وخت چې له دښمانانو سره مخامخ شئ، هغوې ته اسلام معرفي کړئ، که چیرې پیروۍ یې وکړه نو زمونږ د نیمکرغۍ سبب ده، خو که چیرې مقابلې کولو او جنګ کولو ته پورته شول تاسو هم وجنګیږئ چې هغوې تسلیم شي.
د اسلام سپاهیان د یابس ټاټوبي ته چې نه پکښې اوبه وې او نه واښه وو ورسیدل چې ناڅاپه دوه سوه جنګي کسان د دوې په مقابل کښې ودریدل او چغې یې کړې:تاسو څوک یاست او له کوم ځایه راغلي یاست او څه غواړئ؟ ابوبکر له یوشمیر مسلمانانو سره یوځاې مخکی ورغی او ځان یې معرفي کړ.
هغوې وویل: زمونږ لپاره څه وړاندیز لرئ؟ ابوبکر وویل: د خدای پیغمبر حضرت رسول اکرم ما ته حکم راکړی دی چې اسلام تاسو ته معرفي کړم که چیرې تاسو اسلام قبول کړ نو په دواړو دنیاوانو کښې به د تاسو د نیکمرغۍ او سعادت سبب کیږي.
هغوې وویل: قسم دې په «لات» او «عزا » بتانو وي که چیرې زمونږ ترمینځ خپلوې نه وائ بې شکه ته او د تا ټول ملګري مو په دې ډول وژل چې د تاسو راتلونکو نسلونو لپاره یو درس وي.
نو همدا اوس له دغه وخت څخه ګټه پورته کړئ او له خپلو جنګیالیو سره له دغه ځایه لیرې لاړ شه!مونږ محمد او علي لټوو.
ابوبکر یوه شیبه فکر وکړ، وروسته یې راغونډو شویو مسلمانانو ته وویل: ای خلکو دغه ډله چې شمیر یې د تاسو څو برابره دی او له تاسو څخه څخه زیات چمتو دي په رښتیا چې که چیرې تاسو جنګ وکړو نو وژل کیږئ؛ نور بیرته لاړ شئ چې پیغمبر اکرم ص د دغه ډلې له حال څخه خبر کړو.
یوشمیر مسلمانانو وویل:« د رسول الله وینا بل څه وه!مونږ باید د خدای د رسول د حکم پراساس وجنګیږو».
خو ابوبکر دغه خبره ونه منله او ویې ویل : زه په داسې شي پوهیږم چې تاسو پرې نه پوهیږئ، څوک چې حاضر او کتونکي دي هغه شی ویني چې نه موجود کس یې نه ویني!
کله چې د اسلام لښکر له یابس ټاټوبي څخه له کوم نتیجې پرته مدینې ته ورستون شو، پیغمبر اکرم دغه کسان ورټل او عمر یې له مشرکانو سره د جنګ کولو لپاره د اسلام د لښکر قومندان وټاکه.
رسول اکرم حضرت محمد ص هغه ټول حکمونه چې ابوبکر ته یې ورکړي و عمر ته هم ورکړل.
د اسلام سپاهیانو په لاره کښې په کلاره حرکت کاوه تر دې چې دښمنیو جنګالیو ته ورسیدل.
جنګیالیو کسانو هماغه خبرې چې ابوبکر ته یې کړې وې عمر او د هغه ملګرو ته هم وکړې.
عمر له دغو جنګیالیو څخه ویریده او بیرته ستون شو.
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد ص د دریم ځل لپاره «عمرو بن عاص» د دغه ډلې د قومندان په توګه انتخاب کړ ځکه چې «نیا »یې چې د «عاص بن وائل» مور وه د دوې له قبیلې څخه وه او دغه چارې کولای شو اسلام ته د دغو کسانو په جذبولو کښې اغیزشیندونکې ووسي.
خو عمرو بن عاص هم ونه توانید چې کوم کار ترسره کړي او بیرته ستون شو.
د خدای پاک ج پیغمبر حضرت محمد ص د اسلام د سپاهیانو بیرغ په لاس کښې واخیست او ویې وفرمائیل: دا ځل علي علیه السلام د دغه مشرکې او بد غواړي ډلې په لور استوم.هیله ده چې خدای زر زمونږ لپاره فتح او کامیابۍ نصیب کړي.
یایس ټاټوبي ته د اسلام د لښکر په رسیدا سره د دښمن جنګیالي بیا د مسلمانانو په مقابل کښې ودریدل او غوښتل یې چې د دوې له قومندان حضرت علي علیه السلام سره خبرې وکړي.
حضرت امام علي علیه السلام مخکی شو او ویې ویل:زه علي بن ابي طالب یم. د خدای د رسول تره زوی او ورور او د تاسو لپاره د پیغمبر اکرم سفیر او استازی---- زه راغلی یم چې تاسو د خدای پاک ج توحید او د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص رسالت باندې ګواهۍ ورکولو ته دعوت کړم.
هغوې په مسخرې سره حضرت علي علیه السلام ته وویل:مونږ ته غوښتلی او په تاپسې وو.اوس وینو چې ته؛ په خپله دلته راغلی یې!هو؛ مونږ د ستا خبرې واوریدلې خو هیڅکله به اسلام قبول نکړو.نو له مونږ سره جنګ ته چمتو شه! زمونږ ژمنه سبا سهار! چې زمونږ د ټاټوبي ټول خلک په دغه مبارک جنګ کښې حاضر او ناظر ووسي.
هغه شپه حضرت علي علیه السلام خپلو سپاهیانو ته حکم ورکړ په خپل سازوسامان باندې غور وکړي او هغه د جنګ لپاره چمتو کړي.
کله چې سهار شو، د حضرت امام علي علیه السلام په امامت د سهار لمونځ وشو او له هغه وروسته د اسلام سپاهیانو د دښمن په لښکر باندې برید پیل کړ.
د دښمن د سپاهیانو ګڼ شمیر جنګیالي ووژل شول او یوشمیر نور هم ونیول شول او ډیر غنیمتونه یې هم لاس ته راوړل.
د اسلام سپاهیان مدینې ستانه شوي نه وو چې جبرائیل علیه السلام نازل شو او د حضرت امیر المومنین علي علیه السلام او د هغه د سپاهیانو د بریالیتوب خبر یې د خدای رسول حضرت محمد ص ته ورکړ.
د هغه ورځې په سهار پیغمبر اکرم حضرت محمد ص د سهار د لمانځه په وخت د لمانځه په وخت د قران کریم العادیات سوره تلاوت کړه.
د سهار د لمانځه له ختمیدا وروسته یوشمیر کسانو وویل:د قران کریم دغه سوره چي تا تلاوت کړه مونږ تراوسه نه وه اوریدلي.
پیغمبر اکرم حضرت رسول الله صلی الله علیه واله وسلم وفرمائیل:هو بیګا شپه، حضرت جبرائیل علیه السلام د دغه سورې په راوړلو سره د حضرت امام علي علي علیه السلام د بریالیتوب زیری ما ته راکړ.
کله چې د اسلام سپاهیان مدینې ته نږدې شول، د خدای پیغمبر حضرت محمدص له نورو مسلمانانو سره یوځاې د حضرت امام علي علیه السلام هرکلي ته ورغی.
کله چې امام علي علیه السلام د خلکو په مینځ کښې رسول اکرم حضرت محمد ص ولید نو د هغه حضرت(محمد ص) د احترام په خاطر له اس څخه کوز شو.
پیغبر اکرم حضرت محمدص په داسې حال کښې چې خندیده وفرمائیل: علي جان!په اس باندې سپور شه خدای او د خدای رسول له تا خوشحاله دي.
د خوشحالۍ په وجه د حضرت علي علیه السلام له سترګو اوښکې روانې شوې.
پیغمبر اکرم ص زیاته کړه:ای علي که چیرې نه ویریدلای چې زما د امت ځینې ډلې د تا په اړه هماغه خبرې وکړي چې نصاری د حضرت عیسي علیه السلام په اړه کولې،نن ورځ مو د تا په هکله یوه وینا کوله هغه دا چې هیڅوک به ستا سپکاوی ونکړي او د ستا د پښو خاورې به د تبرک لپاره یوسي.
د قران کریم د العادیات سورې له لومړۍ څخه تر یولسم پورې ایتونه په کافرانو باندې د مسلمانانو د بریالیتوب زیری داسې بیانوي:
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحیمِ
وَالْعَاـدِیَـتِ ضَبْحاً / فَاُلْمُورِیَـتِ قَدْحاً / فَالْمُغِیرَاتِ صُبْحاً / فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعَاً / فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعاً / إِنَّ الاْنسَـنَ لِرَبِّهَ لَکَنُودٌ وَإِنَّهُ عَلَى ذَلِکَ لَشَهِیدٌ / وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَیْرِ لَشَدِیْدٌ/ أَفَلاَ یَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِى الْقُبُورِ/ وَحُصِّلَ مَا فِى الصُّدُورِ / إِنَّ رَبَّـهُم بِهِـمْ یَـوْمَئِذ لَّخَبِیرٌ
ژباړه:
د ډېر بخښونکي مهربان خدای په نامه (شورو کوم)
1. قسم په ځغليدونکو اسونو باندې (چې د ځغليدو له سببه يې) ساګانې لنډې کيږي.
2. بيا قسم (د هغه اسونو) په سمونو چې له کاڼو بڅرکي اوچتوي.
3. بيا قسم په سهارني لوټمارانو باندے.
4. چې (د خپلو اسونو په سُمانو سره يې) دوړې پورته کړې.
5. او دې (ځغلولو) سره ناګهانه (د دښمنانو) تر مينځ څرګند شي.
6. بيشکه چې انسان د خپل پالونکي په وړاندې ناشکره دے.
7. او بيشکه هغه په خپله په دې (ناشکرۍ) ګواه دے.
8. او بېشکه چې دې د دنيا له مال سره ډېره مينه لري.
9. آيا نه پوهيږي کله چې (د قيامت په ورځ) هغه څه چې په قبرونو کښې دي راويستل شي.
10. او کومې خبرې چې په زړۀ کښې دي څرګندې کړې شي.
11. بيشکه د دوي رب په دغه ورځ په دوي باندې ښه پوه (خبردار) دے.
()
د قران کریم د العادیات سورې له ایتونو څخه معلومیږي چې د خدای په لاره کښې جهاد دومره عظمت او سترتوب لري چې حتی د مجاهدانو د اسونو ساګانې هم د سوګند وړ دي او دغه راز په کاڼو باندې د هغوې د سمونو بڅرکي او هغه دوړې او غبار چې په هوا کښې خپریږي.
هو حتی د جهاد د میدان دوړې او ګرد ارزښت لري.
ګرانو دوستانو! الهي رحمت ته په هیلې سره او دا چې خدای پاک ج مونږ د باطل پرضد د حق د جنګ د میدا له جهادګرانو سره محشور کړي، تاسو ټول په لوی خدای سپارو خوښ وسئ.