د رڼا سرچینې ۲۰۵ پروګرام
د رڼا سرچینی په نني پروګرام کښې د قران کریم د قریش سورې له لومړي څخه تر څلورم ایت پورې غور کوي.
د حجاز ټاټوبي په بیلابیلو سیمو کښې درې سوه شپیته قبیلې وسیدلې چې ترټولو شریفه او تر ټولو محترمه یې قریش قبیله وه.
قریش د رسول اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د لسم نیک «فهر بن مالک »نوم دی.
د اسلام د ظهور په وخت د قریشو قبیلې پینځویشت پرګنې لرلې، د بني هاشم، د بني مخزوم، د بني امیه، د بني اسد، د بني سهم، د بني عدی وغیره وغیره په شان پرګنې او دوې په مکې ښار کښې وسیدل او د کعبې د چارو مسوولیت یعني د کعبي د دروازې د خلاصونو او د بندولو په شمول مسوولیت، د حاجیانو د هرکلي کولو ، د کعبې د پردې د وینځلو، د پاکولو او د پوښلو او د بدلولو په شان مسوولیت د دوې پرغاړه وو.
په همدې دلیل د قریشو قبیله په ټول حجاز، یمن او عرب میشته سیمو کښې په شرافت او نجابت مشهوره وه.
د قریشو په پرګنو کښې له ټولو څخه زیاته شریفه او زیاته نجیبه د بني هاشم قبیله وه او د اسلام ګران پیغمبر هم د دغه قبیلې غړی و او له دغه قبیلې څخه مبعوث شو.
د مکې ټاټوبي نه د کرلو وړ ځمکه لرله او نه کوم شیان او تولیدات چې په خپله یې تولید کړي او نورو خلکو ته یې وړاندې کړي.
له دې کبله د مکې اکثره وسیدونکو تجارت کاوه او خپل ژوند یې له خارج څخه د خپل ضرورت وړ د شیانو په واردولو سره تامینوه.
له بلې خوا د کعبې شتون او هغه سپڅلتیا چې په جاهلو عربو قبائیلو کښې یې درلودله ، د مکې ښار یې په یوې امنه سیمې باندې بدل کړی و.
د حجاز ټاټوبي له بیلابیلو سیمو مکې ته د عربو قبائیلو تګ راتګ که هغه د خپلو بتانو د پرستش لپاره او که د حج په کلنیو مراسمو کښې د ګډون لپاره و چې په رجب او ذی حجه میاشتو کښې ترسره کیدل د هغوې د سوداګري راکړو ورکړو او د تجارت لپاره ښه زمینه رامینځته کړې وه.
زیات تجارت د قریش قبیلې په لاس کښې و.
د قریشو تجارت له فلسطین ، په شمال کښې له شامات او په جنوب کښې له یمن سره و.
کله نه کله سوداګرانو د سمندر له لارې حبشه او د نجد له لارې عراق او مدائن ته چې د ایران د ساساني باچاهانو پلازمینه وه تګ راتګ کاوه.
په دوې کښې ځینو سوداګرانو حتی له روم، مصر او هندوستان سره هم تجارتي اړیکې لرلې.
د قریش قبیلې تاجران په ووړي کښې د شمال په لور تلل چې ښه اب و هوا یې لرله او په ژمې موسم کښې چې هوا سړه وه جنوب ته تلل.
دوې په خپلو تجارتي سفرونو کښې له ویرونکو دښتو څخه تیریدل او سلګونو کلومیټره مزلونه یې کول.
داسې بیابانونه او سوځونکي او حیرانونکي دشتې چې هلته په ټولو ځایونو کښې خاموشۍ وه. نه کومه لاره، نه کومې اوبه او نه کومې ونې او نه کوم نفوس او نه کومه نښه نښانه! شمال ته د سفر کولو یا له هغه ځایه د بیرته ستنیدا په وخت قریش له خیبر سیمې او له مدینې ښار څخه تیریدل.
قریش جنوب ته د سفر په وخت طائف ښار او وروسته هم تهامه وادۍ ته ورتلل.
د تاریخ لیکونکو په وینا:دغه سفرونه د لومړي ځل لپاره د «هاشم بن عبدالمناف» لخوا ترسره شول او وروسته دغه سفرونه په نورو قریشو او نورو قبائیلو کښې دود شول.
هاشم په ژمي کښې یمن او یا حبشه ته تله او په ووړي کښې شام او تر غزې پورې تله او له هغه ځایه د ترکیې انقره ته ورتله.
هاشم بن عبد مناف د خپل د مال ګټه او استفاده د قریشو د شتمنو او د بې وزله خلکو ترمینځ په برابر ډول ویشله.
د هاشم وروڼه هم د هغه په هڅولو سره په تجارت باندې بوخت شول.
هغوې په خپلو سفرونو کښې د صحرا میشته عربانو له وجود څخه چې په ښه ډول د دښتې له لارو او په لاره کښې له کورونو څخه خبر وو د خپلو کاروانونو د راهنمایۍ او د ملاتړ لپاره استفاده کوله.
په زړه پورې خبره دا چې اکثره وختونه قریش له غلا او شوک مارو څخه په امان کښې وو!داسې ښکاري هغه کسان چې د اصحاب فیل پیښه او هغه څه چې د ابرهه په سپاهیانو باندې راغلي وو اوریدلې وه د قریشو له ځورولو ویریدل او یا د کعبې د احترام په وجه یې قریش نه ځورول.
د دوې په عقیده که چیرې د ابرهه سپاهیان بریالي کیدلای نو د قریشو ژوند هم خرابیده.
نو ځکه خو د دوې د ژوند د ساتلو په خاطر خدای پاک اصحاب فیل یعني د ابرهه سپاهیان نابود کړل.
دغه مهمه پیښه په دې سربیره د هغو کسانو زړونه چې په کعبي یې محکم ایمان نه درلود باوري کړل او د هغه په هکله یې ډاډمن کړل، د قریشو سترتوب او عظمت یې زیات کړ څرنګه چې ځینو هغوې اهل الله ونومول.
د پروردیګار تقدیر دا ډول و چې اسلام له قریش قبیلې او د مکې له سپیڅلي ټاټوبي راڅرګند شي او پیغمبر اکرم په رسالت وګمارل شي.
ګویا د ابراهیم خلیل دعا قبوله شوه.
حضرت ابراهیم علیه السلام د کعبي د جوړولو د کار له ختمیدا وروسته لاسونه دعا ته پورته کړل او اوه(۷) دعاګانې وکړې چې هره یوه یې له بلې څخه بهتره وه.
د ابراهیم خلیل لومړۍ دعا او غوښتنه د مکې ښار امنیت دی.
ځکه که چیرې امنیت نه وی نو ټولنې به له ضروري استحکام څخه برخمنې نه وي.
«رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَداً آمِناً:
پروردیګاره!! دغه ټاټوبی د امن ښار وګرځوه».
په دوهمې دعا کښې حضرت ابراهیم علیه السلام غوښتنه وکړه ای خدایه پاکه د مکې وسیدونکو، هغه کسانو چې په خدای او په قیامت ورځې یې ایمان راوړی دی له بیلو بیلو ثمراتو روزۍ ورکړه: «وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ). لومړۍ دعا معنوي اړخ درلود او دوهمې دعا مادي اړخ.
د دغه خبرې علت چې حضرت ابراهیم علیه السلام دعا کوي خدای پاک د مکې وسیدونکو ته روزۍ ورکړي چې هغوې له بې وزلۍ او حاجتمندۍ سره مخامخ نشي، دا دی چې بې وزلۍ د کفر او د بې ایمانۍ سبب کیږي.
د حضرت ابراهیم علیه السلام اخري دعا هم دا وه :«رَبَّنَا وَابْعَثْ فِیهِمْ رَسُولا مِنْهُمْ یَتْلُو عَلَیْهِمْ آیَاتِکَ وَیُعَلِّمُهُمُ الْکِتَابَ وَالْحِکْمَةَ وَیُزَکِّیهِمْ إِنَّکَ أَنْتَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ:
ای پروردیګاره!! د دوې له مینځ څخه یو پیغمبر وټاکه، چې د تا ایتونه هغوې ته ولولي، او هغو ته کتاب او حکمت ورزده کړي او هغوې پاکیزه کړي، ځکه ته توانا او حکیم یې( او په دغه کار باندې قادر یاست).
د قریش سوریې له لومړي څخه تر څلورم پورې ایتونه په قریشو باندې د پروردیګار د بې اندازۍ مهربانیو خبره کوي: : بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ / لاِیلافِ قُرَیْش / إیلافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتاءِ وَ الصَّیْفِ / فَلْیَعْبُدُوا رَبَّ هذَا الْبَیْتِ / الَّذی أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوع وَ آمَنَهُمْ مِنْ خَوْف:
ژباړه: د هغه خدای په نوم چې رحمت یې بې اندازې دی او مهربانۍ یې د تل لپاره( خدای په فیل باندې سپاره کسان هلاک کړل) چې قریش ته( له یوبل سره او له خلکو سره او له امن حرم سره) الفت ورکړي؛ او د ژمي له سفرونو(تجارتي سفرونو) او د ووړي ( له تجارتي سفرونو سره یوځاې شي او انس ورکړي چې( په ارامښت او امنیت کښې خپله روزي تامین کړي) نو باید د دغه کور د پروردیګار عبادت وکړي؛ داسې پروردیګار چې دوې یې له لوږې څخه وژغورل او له هغه ویرې( چې له دښمن څخه) یې درلود امنیت ووربښه.
د قران کریم دغه سوره له فیل سورې څخه ورسته ده.
له همدې کبله ځینې مفسران دغه سوره د فیل سورې دوام ګڼي.
البته څرنګه چې قران کریم هیڅ کله لاس نه دی خوړلی او تحریف شوی نه دی«بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ»په لومړیو ایتونو کښې د دې ښودنه کوي چې دا سوره یوه کامله سوره ده.
البته دغه دوې(۲) سورې له یوبل سره ډیر تناسب لري، د «ناس» او د «فلق» د سورو په شان یا د «ضحی» او «شرح» په شان چې له یوبل سره ډیر تناسب او غږملتیا لري.
د قریش سورې محتوا په قریشو باندې د خدای پاک ج د نعمتونو او په هغوې باندې د مهربانیو او د محبتونو بیانونکې ده چې په دې ډول د قریشو د شکر کولو حس تحریک شي او هغوې د خالق او د دغه ستر بیت یعني د کعبي چې ټول شرف او افتحار د هغه دی عبادت وکړي.
قریشو د خدای کور سره د ګاونډیتوب په برکت رزق او روزۍ لرله او په امنیت کښې یې ژوند کاوه خو په هغوې کښې ډير کسان له دغو نعمتونو څخه چې خدای هغوې ته ورکړي وو غافل وو.
ګرانو دوستانو په دې هیلې سره چې مونږ هم د الهي نعمتونو شکر وباسو او ورځ تر بلې په امنیت بښونکي او روزي ورکونکي خدای باندې زمونږ ایمان ډیر شي تاسو ټول به منان خدای سپارو ژوند مو نیکمرغه.