ګلین مکسویل په کنسرت کې د زیاتو الکولو څښلو له امله تر روغتون رسول شوی
Jan 22, 2024 17:06 Asia/Kabul
د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړي ګلین مکسویل په یوه کنسرت کې د زیاتو الکولو د څښلو له امله روغتیایي حالات خراب او تر روغتون رسول شوی دی.
د اسټرالیا کرکټ بورډ یاده قضیه تائید کړې او ویلي چې په دې اړه څېړني کوي.
رسنیو خبر ورکړی چې نوموړي د اسټرالیا په اډیلاډ ښار کې د تېرې جمعې په شپه په یوه کنسرت کې یاد الکول څښلي وو.
یو شمېر رسنیو خبر ورکړ چې د یادې قضیې د رامنځته کېدو وروسته پنځه دیرش کلن مکسویل د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبډله کې هم ندی اخیستل شوی، خو د اسټرالیا کرکټ بورډ بیا دغه خبره رد کړې.