Jan 29, 2024 13:58 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوالې شورا د سرلینکا غړیتوب بېرته فعال کړ

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې په دغه شورا کې د سرلینکا هېواد غړیتوب بېرته فعاله کړ

وروسته له هغي چې د سرلینکا حکومت د یاد هېواد په کرکټ بورډ کې لاس وهنې وکړې، د کرکټ نړیوالې شورا یا ICC له لورې د سرغړونو او لاسوهنو له امله د تیر کال په نومبر میاشت کې د نړیوال جام پر مهال په دغه شورا کې د سرلینکا غړیتوب وځنډاوه.

خو د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د سرلینکا کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبو اجازه ورکړه او د بورډ بودیجه یې په مستقیم ډول خپله مدیریت کېده.

د یادونې وړده چې هغه مهال د سرلینکا څخه د نولس کلنو د نړیوال جام کوربتوب هم واخیستل شو چې دا مهال په جنوبي افریقا کې ترسره کیږي.

 

ټیګونه