Jan 31, 2024 15:10 Asia/Kabul
  • په نړیوال کرکټ د هند قبضه؛ هندوستانی جي شاه د درېیم ځل لپاره د ACC مشر وټاکل شو

د اندونیزیا په بالي ښار کې د اسیا د کرکټ شورا په غونډه کې د رایو په اکثریت سره د هندوستان جي شاه د درېیم ځل لپاره د کرکټ د اسیایي شورا یا ACC مشر وټاکل شو.

ټاکل شوې وه چې دا ځل سرلینکا د کرکټ د اسیا شورا مشري ولري، خو دغه هېواد په پرلپسې دویم ځل لپاره د ACC مشرۍ انکار وکړ او د معلوماتو له مخې هندوستاني جي شاه څخه یې د کار د دوام غوښتنه کړې.

هندوستانی جي شاه د کرکټ د اسیايي شورا د مشر په توګه د پاتې کېدو سره سم، د کرکټ د نړیوالې شورا د ریاست څوکۍ ته هم په سیالۍ کې شامل شو او ډیری احتمال شته چې د ICC راتلوونکي رئیس په توګه هم وټاکل شي.

د ICC اوسنی مشر د نیوزیلینډ هېواد ګریګ بارکلی دی چې د ۲۰۲۴م کال په نومبر یې دنده پای ته رسیږي او راتلوونکې میاشت کې به ورته نوی مشر وټاکل شي.

 

ټیګونه