Feb 01, 2024 11:45 Asia/Kabul
  • د ایران د فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام کواټر فاینل ته لاره پیدا کړه

د ایران د فوټبال ملي لوبډلې سوریې ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د ملتونو جام کوارټر فاینل ته لاره پیدا کړه.

د صدای او سیما خبری آژانس د خبر له مخې، د آسیا د ملتونو د فوټبال د اتلسمې دورې د سیالیو په لړ کې تېره شپه د د قطر په دوحه کې د عبدالله بن خلیفه په لوبغالي کې د ایران ملي لوبډله د سوریې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه.

د دغه لوبې په ۳۵مه دقیقه کې ایراني لوبغاړي مهدي طارمي د پنالټي په ګول کولو سره برتري تر لاسه کړه، خو په دویمه نیمایي کې د سوریې لوبغاړي هم د پنالټي په ګول کولو سره لوبه مساوی کړه.

که څه هم دواړو لوبډلو ته په اضافي وخت ورکولو سره هم لوبه یو، یو مساوي وه، خو د پینالټي ککس په موده کې ایران پنځه او سوریه دوه ګولونه وکړل چې په همدې سره ایران شپږ پر څلور برتري تر لاسه او لوبه یې وګټله.

ایران په دې بریا سره په یادو سیالیو کې د اتو غوره لوبغاړو په ډله کې شامل شو او ټاکل شوې په کواټر فاینل کې له جاپان سره د شنبې په ورځ لوبه ترسره کړي.

 

ټیګونه