Feb 11, 2024 15:51 Asia/Kabul
  • قطر د اسیا د ملتونو جام اتل شو

د آسیا ملتونو جام سیالۍ تیره شپه د دوهم ځل لپاره د قطر په بریا سره پای ته وسېدې.

قطر او اردن دواړه لوبډلې تېره شپه په لوسیل لوبغالي کې سره مخامخ شوي او په پای کې قطر لوبډله په دې بریالۍ شوه چې مخالفې لوبډلې ته درې په یو ماتې ورکړي.

د اردن لپاره یوازینې ګول یزین نعمان په اووه شپیتمه دقیقه کې ترسره کړ.

جاپان د څلورو اتلولیو په ګټلو سره اوس هم د اسیا ملتونو جام کې تر ټولو ویاړلې لوبډله بلل کیږي. ایران او سعودي عربستان د دریو اتلولیو په ګټلو سره دویم ځای لري. د دې کپ په ګټلو سره د سویلي کوریا په څیر قطر هم د دوو اتلولیو ګټلو ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

کویټ، استرالیا او عراق هر یو یو ځل د اسیا ملتونو جام ګټلی دی.

 

ټیګونه