Feb 12, 2024 13:08 Asia/Kabul
  • ګلین میکسویل په شل اوریزه لوبه کې یو بل نړیوال ریکارډ برابر کړ

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې الرونډر ګلین میکسویل په شل اوریزه لوبه کې د ۵ سلیزو په وهلو سره د هندوستان د ملي لوبډلې کپتان روهیت شرما سره نړیوال ریکارډ برابر کړ.

میکسویل د ویسټ انډیز خلاف په دوهمه شل اوریزه لوبه کې په ۵۵ توپونو ۱۲۰ ناسوزیدلې منډې ترسره کړې.

که میکسویل په راتلوونکې شل اوریزه لوبه کې سلیزه پوره کړي، هغه په نړۍ کې لومړنۍ توپ وهوونکی شي چې په شل اوریزو لوبو کې شپږ سلیزې ولري.

د یادونې وړده چې اسټرالیا په دویمه شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته په ۳۴ منډو ماتې ورکړه.

 

ټیګونه