Feb 12, 2024 13:36 Asia/Kabul
  • ای بي ډي ویلیئرز له ویرات کوهلي او انوشکا د څه بخښنه غوښتې؟

د جنوبي افریقا پخواني توپ وهونکي اي بي ډي ویلیئرز د شخصي معلوماتو د خپرولو له امله د هندي سنیما ښځینه ستوري انوشکا شرما او د مشهور کرکټر ویرات کوهلي څخه بخښنه غوښتې.

وروسته له هغې چې د انګلستان په خلاف د هند مشهور توپ وهوونکي د نه لوبیدو پرېکړه وکړه، په دې اړه د جنوبي افریقا پخواني توپ وهونکي ای بي ډي ویلیئرز په یو بیان کې ویلي وو، چې ویرات کوهلي او د هغه میرمن انوشکا شرما د دویم بچي د پیدا کېدو لپاره منتظر دي.

هغه زیاته کړې وه، د کورنۍ سره د وخت تیرولو په موخه ویرات کوهلي د انګلستان په خلاف ټیسټ لوبو کې نه لوبیږي.

ډي ویلیئرز ویلي وو چې د ویرات کوهلي سره یې پیغامونه تبادلي کړي او هغه ورته د کورنۍ سره د اوسیدو خبر ورکړی وو، چې دا غوره پرېکړه ده.

د نړۍ دغه بریدګر پخواني توپ وهونکي اوس د انوشکا شرما او ویرات کوهلي څخه د شخصي معلوماتو د خپریدو له امله بخښنه غوښتې.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې؛ ای بي ډیویلیئرز ویلي چې کوم معلومات یې په لومړیو کې ورکړي، هغه درست ندي.

نوموړي دا هم ویلي، چې ویرات کوهلي له خپلې کورنۍ سره وخت تېروي، خو ما په خپل یوټیوب چینل کې ناسم معلومات ورکړي وو.

د سویلي افریقا د کرېکټ دغه پخواني لوبغاړي وویل، "زه ویرات ته د هر هغه دلیل لپاره چې هغه له کریکټ څخه دمه اخیستې، د ښه وختونو هیله کوم."

 

ټیګونه