د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ شل اوره سیالۍ سبا ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/sport-i146268-د_افغانستان_او_سریلانکا_ترمنځ_لومړۍ_شل_اوره_سیالۍ_سبا_ترسره_کیږي
ټاکل شوې چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ سیالي کې سبا شنبې سره مخامخ شي.
(last modified 2024-02-16T01:57:34+00:00 )
Feb 16, 2024 06:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ شل اوره سیالۍ سبا ترسره کیږي

ټاکل شوې چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ سیالي کې سبا شنبې سره مخامخ شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د اعلان له مخې دا لوبه د سریلانکا د دمبولا ښار په نړیوال لوبغالي کې پلان شوې ده.

د دې لړۍ دوهمه لوبه به د دوشنبې او درېیمه د چارشنبې په ورځ ترسره شي.

له دې مخکې افغانستان د سریلانکا پر وړاندې د یوورځنیو لوبو د لړۍ په درې واړه سیالیو کې ماتې وخوړه، په داسې حال کې چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې سریلانکا ته ماتې ورکړې وه.