Feb 27, 2024 17:09 Asia/Kabul
  • په شل اوریزو لوبو کې د چټکې سلیزې نوی ریکارډ

د نامیبیا کرېکټ لوبغاړي لوفټي ایټن د شل اوریزو لوبو د تر ټولو چټکې سلیزې وهلو ریکارډ جوړ کړ.

لوفټي ایټن د نیپال په وړاندې شل اوریزه لوبه کې په ۳۳ توپونو سلیزه ووهله، هغه اته شپږیزې او ۱۱ څلوریزې وهلې وې چې په شپږ دیرش توپونو یې ټولې ۱۰۱ منډې جوړې کړې.

Image Caption

 

تر دې وړاندې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د چټکې سلیزې ریکارډ د نیپال د کوشل مالا لخوا جوړ شوی وو، هغه تېر کال د نمیبیا پر وړاندې په ۳۴ توپونو سلیزه پوره کړې وه.

د لوفټي ایټن د جارحانه اننګز په مرسته نمیبیا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۶ منډې جوړې کړې او په ځواب کې یې د نیپال لوبډلې دغه لوبه په ۲۰ منډو وبایلله.

لوفټي ایټن هم په دې لوبه کې دوه ویکټې واخیستې.

 

ټیګونه