Mar 04, 2024 15:57 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو حمایت کوونکي د UFC لومړني اتل اسلام قبول کړ

د اسرائیلو حمایت کوونکي مشهور ارټ روئس ګریسي له پوهیدو وروسته د اسلام مبارک دین قبول کړ.

د برازیل میکس مارشل آرټ لیجنډ روئس ګریسي چې د اسرائیلو حمایت کوونکی وو، په یوه انلاین پروګرام کې د اسلام په مبارک دین ایمان راوړ او مسلمان شو.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، Royce Gracie د برازیل د جیو جیټسو پخوانی لوبغاړی او د UFC لومړنی اتل او ګټوونکی دی.

Image Caption

 

هغه د جمعې په ورځ د مشهور امریکایی آنلاین خپرونې "دی دین شو" په جریان کې د کمرې مخې ته د کلمې په تلاوت کولو سره اسلام قبول کړ.

د یادولو وړ ده چې د رایس ګریسي د اسلام منلو خبر په داسې وخت کې خپریږي چې تر دې وړاندې په هغه د اسراییلو د ملاتړ له امله نیوکې کېدې.

رایس ګریسي د اسلام د قبولو وروسته د اسلام او په غزه کې د روان نسل وژنې په اړه هم خبرې وکړې او مکې ته یې د تګ هیله څرګنده کړه.

هغه وویل چې زه شراب نه څښم، د خنزیر غوښه نه خورم، دا شیان زه د اسلامي لارښوونو له مخې نه کوم.

 

ټیګونه