کوچنی رونالډو د پلار څخه یو قدم مخکې
رونالډو زوی له خپل پلار څخه یو قدم مخکې ولاړ او د سعودي عربستان لوبډله چې نوموړی په کې لوبیږي، د یاد لیګ اتله شوه.
د سعودي عربستان د ۱۳ کلنو الناصر فوټبال لوبډلې، د پرتګالي سوپر سټار د مشر زوی کریسټیانو رونالډو جونیر په شتون سره د دې فصل د اتلولۍ جام وګاټه، چې د انځورونو او ویډیوګانو په خپریدو سره مینوالو یې زوی له خپل پلار څخه یو قدم مخکې وباله.
د سعودي د دولس کلنو د فوټبال لیګ کې د النصر بریا له امله په مجازي نۍ کې د مینه والو او کاروونکو لخوا په زړه پورې او مختلف عکس العمل سره مخ شوې، ځینو د کوچني ستوري ستاینه کړې او ځینو یې په ټوکه هغه د خپل پلار څخه لوړ بللی چې مخکې یې ټرافي ګټلې وه، ځو ځینو کاروونکو د رونالډو او لیونل میسي زامن پرتله کړي، چې کوچني رونالډو د ټرافي په ګټلو پیل وکړ، خو د میسي له زوی څخه مو تر اوسه څه نه دي لیدلي.
د رونالډو مینه وال باور لري چې زوی به یې په نږدې راتلونکي کې د خپل پلار په څیر د نړۍ یو له غوره لوبغاړو څخه شي.
د ال نصر فوټبال د ۱۳ کلنو ځوانانو د اتلولۍ د لمانځلو خپره شوې ویډیو چې په کې کوچنی رونالډو هم شتون درلود، د خپرېدو په لومړیو ۸ ساعتونو کې ۱۱۲۸۵۰۹ لایکونه ترلاسه کړي دي.
کریستیانو رونالډو جونیر د ریال ماډریډ، یووینټس او مانچسټر یونایټډ د 13 کلنو ټیمونو کې د ګډون تاریخ لري.
دغه ځوان ستوری د النصر لوبډلې په اتلولۍ کې مهم رول ولوباوه.
د یادولو وړ ده چې د یکشنبې په ورځ کریسټیانو رونالډو د النصر لوبډلې د بریا او د خپل زوی د اتلولۍ د لیدو لپاره په لوبغالي کې شتون درلود او لوبه یې له نږدې وکتله.