Mar 09, 2024 05:58 Asia/Kabul
  • د ترکیې د غیږ نیونې په سیالیو کې د ایراني لوبغاړو اتلول

د ایران د غیږ نیونې ملي لوبډلې لوبغاړو د ترکیې د وهابي امرې په سیالیو کې څلور د سرو زرو، پنځه د سپینو زرو او درې د برونزو مډالونه ګټلي دي.

د  ایرنا د خبر له مخې، د ترکیې د وهابی امرې د غیږ نیونې نړیوالې سیالۍ د کب په ۱۷ او ۱۸ نیټه په انتالیا کې ترسره شوې چې په پای کې د ایران لوبغاړو۴ د سرو زرو، ۵ د سپینو زرو او ۳ د برونزو مډالونه وګټل.

د ایران د غیږ نیونې د منتخبې لوبډلې لپاره په دې متحرک سیالیو کې دادمرز په ۵۵ کیلو ګرامه وزن کې، سعید اسماعیلي په ۶۷ کیلو ګرامه وزن کې، امین کاویاني نژاد په ۷۷ کیلو ګرامه وزن کې او محمد هادي ساروي په ۹۷ کیلو ګرامه وزن کې د سرو زرو، امیر رضا ده بزرګي په شپیته کیلو ګرامه، علي اسکو په ۷۷ کیلو ګرامه، رسول ګرمسیري په ۸۲ ګیلو ګرامه، مهدي بالي په ۹۷ کیلو ګرامه او امین میرزاده په ۱۳۹ کیلو ګرامه وزن کې د سپینو زرو او امیر عبدي په ۷۷ کیلو ګرامه، عباس مهدي زاده په ۸۲ کیلو ګرامه او فردین هدایتي په ۱۳۰ کیلو ګرامه وزن کې د برنزو مډالونه په لاسه راوړي دي.

د ټیمونو په درجه بندۍ کې ایران د ۱۶۶ نمرو په لرلو سره د یادو سیالیو اتل شو، دغه راز  د ترکیې ټیمونه د ۱۰۷ نمرو په لرلو سره دویم او قرغزستان د ۹۷ نمرو په درلودلو سره په دویم او دریم ځای کې و.

 

ټیګونه