-
طالبانو يو ځل بيا په پاکستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د دې هېواد د چارواکو تورونه رد کړي
Aug 09, 2023 11:25د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې افغانستان له اوږدو جګړو څخه راوتلی هېواد دی او په بل هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې نا امني نه غواړي. نور حال زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپو کې واورئ
-
د افغانستان او قزاقستان ترمینځ تجارت لپاره ۳ میلیارډ ډالري هدف وټاکل شو
Aug 08, 2023 03:49د قزاقستان او د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت وزیرانو په «آستانه» کښې د ګډې غونډې ترڅنګ تر درې میلیارډ ډالرو د تجارت د اندازې د زیاتولو لپاره د دواړو لورو د پروګرام او نیت خبر ورکړ
-
امریکې د افغانستان په مرکزي بانک بندیزونه ولګول
Aug 08, 2023 01:56امریکې د افغانستان په مرکزي بانک بندیزونه ولګول
-
خوست کې د خیرات ډوډۍ پرمهال له ۲۰۰ ډېر کسان مسموم شوي
Aug 07, 2023 08:27د افغانستان د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یوه خیرات د ډوډۍ پر مهال لسګونه کسان مسموم شوي دي.
-
پاکستان کې د افغانانو ځورونه زیاته شوې
Aug 07, 2023 08:08په پاکستان کې مېشت افغان کډوال شکایت کوي چې یو وار بیا د پولیسو له لوري د دوی ځورول زیات شوي دي.
-
په افغانستان کې سلګونه مجرمین نيول شوي دي
Aug 06, 2023 14:23د افغانستان کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې یې یو شمېر مجرمین نیولي. نور حال زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ
-
په افغانستان کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ٢٥ تنه مړه او ټپيان شول
Aug 06, 2023 14:18د کابل - کندهار پر لویه لار د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله یو تن مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. دغه راز په زابل ولايت کې سيمه ايزې سرچينې هم وايي چې په دې ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
-
مرستندویې موسسې دې خپل سیاستونه بدل کړي
Aug 06, 2023 12:32په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر وویل: مرستندویې موسسې پر خلګو باندې د نقدي مرستو د ویشلو پر ځای باید د کاروبارونو او کاري فرصتونو د رامینځ ته کولو هڅه وکړي.
-
پاکستان ته په قاچاقي ډول د تاریخي کتابونه او د پخوانیو ورځپاڼو له وړل کېدو مخنیوی شوی
Aug 05, 2023 14:23چارواکي وایي چې چاته به له افغانستان څخه دباندې د تاریخي او لرغونو آثارو د قاچاق اجازه ورنه کړي. نور تفصیل زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
د پاسپورټونو ویش پراخ او ګړندۍ کیږي
Aug 06, 2023 01:22د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دوحې ته د خپل سفر او له یوشمیر افغانستاني ښاریزو سره په کتنه کښې یې د پاسپورټونو د ویش د بهیر د پراخیدو او ګړندي کیدو خبر ورکړ.