اسلامی ملتونه باید د فلسطین دمقاومت تر څنګ ودریږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139586-اسلامی_ملتونه_باید_د_فلسطین_دمقاومت_تر_څنګ_ودریږي
د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ویندوي د حماس مقاومتي غورخنګ د مبارزانو له خوا د ؛طوفان الاقصی ؛نومې عملیاتو په غبرګون کې پر اسلامی ملتونو غږ وکړ، به دغه برخلیک ټاکونکی جنګ کې دې د فلسطین دمقاومتي چورلیز ملاتړ وکړي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Oct 07, 2023 10:44 Asia/Kabul
  • اسلامی ملتونه باید د فلسطین دمقاومت تر څنګ ودریږي

د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ویندوي د حماس مقاومتي غورخنګ د مبارزانو له خوا د ؛طوفان الاقصی ؛نومې عملیاتو په غبرګون کې پر اسلامی ملتونو غږ وکړ، به دغه برخلیک ټاکونکی جنګ کې دې د فلسطین دمقاومتي چورلیز ملاتړ وکړي.

المسیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړ،د یمن دانصار ا...ولسی غورځنګ  ویندوی محمد عبدالسلام د صهیونیسټي دښمن په ضد د طوفان الاقصی ،نومې عملیاتو کې د فلسطین  مقاومتي چورلیز ته په مبارکۍ وئیلو سره ووئیل، دغه جنایتکار رژيم د امریکاپه ملاتړ سره په الاقصی جومات تیري کړي دي، فلسطینیان ئې نیولي،کورونه په کنډوالو بدل کړي او عامه وژله د دوي د ورځې کار جوړ شوی دی.

له دې مخکې  هم د کتائب القسام  عمومی قوماندان محمد الضیف  په دې باب وئیلي  چې د طوفان الاقصی  نومې عملیاتو په لومړنۍ حملې  کې د دښمن په مورچلو او مرکزونو، هوائي  ډګرونو  او تاسیساتو باندې څه دپاسه پنځه زره توغندي او راکټونه توغولي دي. له دغې حملې سره په یووخت د حماس مقاومتي مبارزانو د غزط تړانګې په شاوخوا صهونیسټي ښارګوټو ته نفود وکړ او څو صهیونیسټي پوځیان  ئې هم ونیول او دغه راز ئې څو کلومیټره مځکه هم آزاده کړه.

وروستي راپورونه ښئ چې  د حماس د مبارزانو په دغو عملیاتو کې  کابو شپږ صهیونیسټان هلاک او په سلګونو نور ټپیان شوي دچې ځيني پکې مرګي حاله دي.