-
که د غزې جنګ بند نشي ،نو دتاؤتریخوالی دریمې مرحلې ته واریدیږو
Dec 16, 2023 12:37د یمن د ساحلی دفاع قوماندان په یولړ څرګندونو کې ووئيل،که په غزې کې جنګ ونه دریږي،نو دصنعاء پوځ او مقاومتي ځواک به دتل ابیب ضد د غضبناکو عملیاتو دریمه مرحله پیل کړي.
-
دغزې په جنګ کې له اسرائيلو د ملاتړونو په ضد د لویدیځوالو اعتراضونه دوام لري
Dec 16, 2023 09:22اعتراض کونکو د نیواکګرو جنایتونو ته په اشارې سره چې پکې په زرګونو ماشومان او ښځې قرباني شوي شوي دي،په سرو رنګونو سره د ماشومانود سمبولیک تابوتونو په اوچتولو سره د جنګ او تاؤتریخوالي په ضد خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړه او اسرائيلی نیواکګرو لپاره ئې د وسلو لیږد په کلکه محکوم کړ.دغه مظاهره په داسې حال کې ترسره شوې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي،امریکا اسرائيلو ته څه دپاسه ۲۲زره ګائيډیډ او غیرګائيډیډ بمونه ورکړي چې د غزې د مظلومو خلکو پر سر غورځول شوي دي.
-
د غزې خلکو د امریکا او صهیونیسټي رژیم له بدې څېرې څخه نقاب پورته کړ
Dec 15, 2023 11:45په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب د دې په بیان سره چې نن ورځ د غزې خلکو د فلسطین د اتل ملت د مبارزې او قربانیو په اوږده تاریخ کې، زرینې پاڼې جوړې کړي دي، زیاته کړه: دغو خلکو د امریکا، د هغې د اروپایي مرسته کوونکو او د صهیونیسټانو له بدرنګه او تور مخ څخه نقاب لېرې کړ.
-
د عراق په عین الاسد ښار کې د امریکا پر پوځي اډې برید شوی
Dec 15, 2023 11:24د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ اعلان وکړ چې په غزه کې د فلسطینیانو پروړاندې د جنایت په ځواب کې یې د عراق په عین الاسد کې د امریکې يوځي اډه په نښه کړې.
-
خبریال عبدالرحیم محمدي د طالبانو له بنده خوشې شو
Dec 15, 2023 10:01افغان خبریال عبدالرحیم محمدي چې له شاوخوا لس ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې وو، پرون ماخوستن په کندهار کې د استخباراتو له بنده خوشې او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
-
نړیواله ټولنه دې د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د افغانستان مرسته وکړي
Dec 15, 2023 04:11د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره په کتنه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې له افغان بزګرانو سره مرسته وکړي.
-
ایران په نړۍ کې د زیاتو بې ځایه شویو وګړو کوربه دی
Dec 14, 2023 08:14د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په جینوا کې د کډوالو د نړیوال فورم په غونډه کې وویل، دغه فورم د نړیوال عملی پیوستون د پیاوړتیا او د کډوالو د اصلی کوربه توب لپاره د لازمو سرچینو د جلبولو په هدف جوړ شوی دی زیاته کړه: هیڅ موقتي لاره نشي کولی د تل لپاره د کډوالو ستونزه حل کړي.
-
د افغانستاني ښاریزو د نویو کډوالومخنیوي ته باید پام وشي
Dec 14, 2023 08:43مبینی وويل: خپل هيواد ته د افغان مهاجرينو د خپلې خوښې ستنیدا د پروګرام تطبيق په بيلابيلو وختونو کې د افغانستان او د کوربه هيوادونو د کورنيو شرايطو له مخې له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
-
له افغانستان سره د جاپان مرستې دوام لري
Dec 14, 2023 04:06کابل کښې د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هیواد د ۵۸.۴ میلیون ډالري مرستې خبر ورکړ
-
افغان ماشومان په نړۍ کې د زیانمنونکو ماشومانو په سر کښې دي
Dec 14, 2023 04:04د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان وکړ چې د افغانستان ماشومان په نړۍ کې تر ټولو زیان منونکي ماشومان دي.