تروروستیو پورې کابو۷۰۰  افغان شخصیتونه خپل هېواد ته ستانه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146270-تروروستیو_پورې_کابو۷۰۰_افغان_شخصیتونه_خپل_هېواد_ته_ستانه_شوي
د یادولو وړ ده چې کابو دوه کاله وړاندې طالب مسئولانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون جوړ کړ چې موخه یې هیواد ته د پخوانیو نطام شخصیتونو، چاروالو  او متخصصینو ستنول دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 16, 2024 09:29 Asia/Kabul
  • تروروستیو پورې کابو۷۰۰  افغان شخصیتونه خپل هېواد ته ستانه شوي

د یادولو وړ ده چې کابو دوه کاله وړاندې طالب مسئولانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون جوړ کړ چې موخه یې هیواد ته د پخوانیو نطام شخصیتونو، چاروالو  او متخصصینو ستنول دي.

زمونږخبریال د صداي افغان  خبری آژانس له قوله راپور  راکړ، د افغانستان د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر په لغمان ولايت کې په يوې عامې غونډې کې وويل چې تردې دمه څه دپاسه اووه سوه افغان شخصيتونه چې د دښمن د پروپيګنډو له امله له هيواده تللي وو، بيرته راستانه شوي دي.

 په راپور کې وئيل شوي دي ، مولوي عبدالکبیر په لغمان ولایت کې د خلکو په دغې غونډې کې یو ځل بیا په هغو افغانانو غږ وکړ چې د جګړو له امله له هیواده وتلي دي،هیواد ته دې بیرته راوګرځي  او د افغانستان په جوړونې او آبادونې کې دې د  ګډون لپاره خپلې وړتیاوې وکاروي.هغه ووئيل،د افغان حکومت  مشران د ملت خدمتګاران دي او د چارواکو دروازې د هرچا پر مخ خلاصې دي.

د یادولو وړ ده چې کابو دوه کاله وړاندې طالب مسئولانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون جوړ کړ چې موخه یې هیواد ته د پخوانیو نطام شخصیتونو، چاروالو  او متخصصینو ستنول دي.