-
له افغانستان سره یو میلیارډه ډالرې مرستې شوي دي
Aug 31, 2022 07:30د افغانستان مرکزي بانک وویل له کابل سره د نړۍ نقدې بشر دوستانه مرستې څه د پاسه یو میلیارډ ډالرو ته رسیدلي دي.
-
جرمني اوکراین ته نورې وسلې نشي استولای
Aug 31, 2022 07:18فارس خبري اژانس وايي د جرمني دفاع وزیرې وویل برلین اوکراین ته نورې وسلې نشي استولی.
-
امریکا نور په افغانستان کښې هیڅ ځاې نلري
Aug 31, 2022 06:52ایران پریس خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت مسوول مولوي شاه محمد وویل د افغانستان په خاوره کښې د امریکا د نیواکګرۍ ختمیدل دغه پیغام ورکوي چې نور افغانستان د نیواکګرۍ ځای نه دی.
-
امریکا باید په افغانستان کښې په ماتي اعتراف وکړي
Aug 31, 2022 06:30زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د روسیې سفارت وویل په افغانستان کښې د امریکا پوځي پروګرام ماتي وخوړله او د افغانستان د خلکو له بدبخته کولو پرته یې بل هیڅ نتیجه نلرله.
-
ایران ته د پاکستان د هوایي ځواکونو د قومندان سفر
Aug 30, 2022 11:50د پاکستان د هوایي ځواکونو قومندان د ایران له فوځي چارواکو سره د سلامشورو په موخه تهران ته راغلی دی.
-
د عراق ناامنۍ او مقتدا صدر
Aug 30, 2022 11:45عراق له تېرو وروځو څخه له مخکې اټکل شویو پېښو او تاوتریخوالو سره مخامخ شوی، داسي پراخې ناامنۍ چي د صدر د سیاسي بهیر د مشر مقتدا صدر د سیاسي چلند پایلې دي.
-
طالبان د افغانستان په دریو ولایتونو کې راداري سیسټمونه نصبوي
Aug 30, 2022 11:42د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وازرت ویلي چي د افغانستان د هوايي حریم د کنټرولولو په موخه یې په ځینو ولایتونو کې د راداري سیسټمونو د نصبولو چارې پیل کړي دي.
-
له عراق څخه د ایراني زیارتوالو د راستنولو لپاره ځانګړي پروازونه
Aug 30, 2022 11:38د ایران د هوایي چلند د ادارې مرستیال ویلي چي له عراق څخه د ایراني زیارتوالو د راستنولو لپاره ځانګړي پروازونه په نظر کې نیول شوي دي.
-
په نړیوالو ادارو کې حضور، ایران د لوړو کچو په فیصلو کې شریکوي
Aug 30, 2022 11:36د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال ویلي چي په شانګهای او بریکس سازمانونو کې د ایران غړیتوب، ایران په لوړو کچو په سیاسي، امنیتي او اقتصادي فیصلو کې ورګډوي.
-
طالبان دي د ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې د غوښتنو ځواب ووایي.
Aug 30, 2022 11:34په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازی مرستیالې او سفیري ویلي چي طالبان باید د ټولو قومیتونو په شمول د ټول ګډون حکومت د جوړلو لپاره د نړیوالې ټولنې د پرلپسې غوښتنو ځواب ورکړي.