-
اتحاد د یمن د کړکیچ یوازنۍ حل لاره ده
Apr 04, 2022 08:26المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي ټینګار وکړ د خارجي تیري په مقابل کښې متحد کیدل او د یمن په ازادولو کښې د ټولو خلکو ګډون د دغه هیواد د کړکیچ د حل یوازنۍ لاره ده .
-
اسلامي ایران په یمن کښې د اوربند هرکلی کوي
Apr 04, 2022 08:13زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د ایران اسلامي جمهوریت په یمن کښې د اوربند هرکلی کوي او مونږ له میاشتو میاشتو راهسې دغه اوربند ته انتظار وو .
-
د افغانستان خلک له ډیرې لوږې سره مخامخ دي
Apr 04, 2022 07:56شفقنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د کډوالو د چارو سترې کمشنرۍ په افغانستان کښې د څلرویشت میلیونه خلکو د خواړو د ناامنۍ د ختمولو لپاره بشر دوستانه مرستې ضروري وبللې .
-
جرمني د بایکاټونو په منفي پایلو اعتراف وکړ
Apr 04, 2022 07:42زمونږ خبریال وايي د جرمني د مالیې وزیر کریسټین لینډنر له دې سره سره چې هیواد یې د روسیې پرضد د بایکاټ په لګولو سره د انرژۍ له سخت کړکیچ سره مخامخ دی اعتراف وکړ د اوکراین جنګ د جرمني خلک لا پسې بې وزله کوي .
-
طالبانو د زلمي خلیل زاد څرګندونې شخصي وبللې
Apr 04, 2022 07:04طلوع نیوز ټيلي ویژن راپور ورکړ طالبانو د دوحې د موافقې د نه عملي کیدا په هکله د زلمي خلیل زاد د ادعا د ردولو په ترڅ کښې دغه څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله .
-
سعودي ائتلاف یوځل بیا د اوربند خلاف ورزي وکړه
Apr 04, 2022 03:09خبري سرچینو وویل چې تیري ګر سعودي ائتلاف په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د یمن په الحدیده ولایت کښې ۸۶ ځله د اوربند خلاف ورزي کړې ده
-
په تیرو اوو میاشتو کښې چاودونکو توکو سلګونه ماشومان وژلي او ژوبل کړې دي
Apr 04, 2022 00:17د یونسیف پر اساس، د ماشومانو د مرګ ژوبلو حقیقي شمېر تر دې خورا زیات دی خو دا هغه شمېر دی چې دوی توانېدلي چې ثبت یې کړي.
-
ایران د سیمې ترټولو امن او خوندي هیواد دی
Apr 03, 2022 08:30جنرال حیدري: د ایران اسلامي جمهوریت بې سارې امنیت لري او باید په سیمه کښې د یووالي او ملګرتیا په زیاتولو سره د دښمنانو د دسیسو په وړاندې اودریږو
-
د پاکستان پارلیمان د عمران خان خلاف عدمِ اعتماد تحریک رد کړ
Apr 03, 2022 08:04د پاکستان د قومي اسمبلۍ مرستیال مشر قاسم سوري د وزیراعظم عمران خان خلاف د بې اعتمادۍ تحریک مسترد کړ
-
د بدخشان د امنیت په آمر باندې چاودنه شوې ده
Apr 03, 2022 10:47د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې نن د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت پر آمر مولوي رشاد يفتلي چاودنه شوې ده