اسلامي ایران په یمن کښې د اوربند هرکلی کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د ایران اسلامي جمهوریت په یمن کښې د اوربند هرکلی کوي او مونږ له میاشتو میاشتو راهسې دغه اوربند ته انتظار وو .
هغه په یمن کښې د اوربند خلاف ورزۍ ته د اړونده خبرونو په هکله ایران پریس خبري اژانس ته وویل چې تراوسه د یمن ملي حکومت د سعودي عربستان لخوا د اوربند خلاف ورزۍ نه ده تائید کړي .
خطیب زاده وویل هغه څه چې مهم دي دغه حقیقت دی ایران میاشتې میاشتې کیږي چې سعودي عربستان هڅوه په یمن کښې له خپلو اقداماتو لاس واخلي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده دغه راز د افغانستان حالت ته په اشارې سره د هغو ماشومانو او ښځو په هکله چې له لومړیو حقوقو بې برخې دي اندیښنه څرګنده کړه .
هغه وویل د افغانستان حکومت باید مسوولیت مننه وښي چې دغه هیواد له کړکیچ څخه ووځي .
سعید خطیب زاده یوځل بیا په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت په جوړیدا ټینګار وکړ او د افغانستان خلک یې د ایران لومړیتوب وباله .