-
په عراق کې د الحسین د روغتون د پیښي په اړه د رهبری د مقام د تسلیت پیغام
Jul 14, 2021 08:35په عراق کې د رهبری د ستر مقام استازی په یو پیغام کې د امام حسین ع په روغتون کې د اورلګېدنې د امله د لسګونو تنو ناروغانو وفات د عراق ولس او د پیښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وویل.
-
طالبانو په لوګر ولایت کې د خوست ولایتي شورا ښځینه غړې برمته کړې ده
Jul 13, 2021 11:35زمونږ خبریال وايي دخوست ولایت دولایتی شورا رئیس کفیل ریحان خبری رسنیو ته ویلي چې د خوست د ولایتي شورا ښځینه غړي ذهره جلال په لوګر کې له خپل ساتونکي سره نیولی او نا معلوم لورې ته یې بیولې ده .
-
غزنی ولایت کې یوه بله ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورغله
Jul 13, 2021 09:41زمونږ خبریال وايي د افغانستان په غزنی ولایت کې تیره شپه یوه بله ولسوالۍ هم دطالبانو لاس ته ورغلي ده .
-
روسیې امریکا ته د پوځیانو د انتقال په هکله خبرداری ورکړ
Jul 13, 2021 11:25ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف له افغانستان څخه د مرکزي اسیا هیوادونو ته د خپلو پوځیانو د انتقالولو په هکله امریکا ته خبرداری ورکړ .
-
د ایران د ملت اراده له ټولو ملتونو سره ملګرتیا ده
Jul 13, 2021 08:51زمونږ خبریال وايي د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي له دنیا سره رغنده تعامل او خبرې له تاوتریخوالي او دښمنۍ لیرې له ټولو ملتونو سره د ملګرتیا کولو او د سولې د اثبات لپاره د ایران د ملت د ارادې نښه وبلله .
-
د افغانستان د عسکرو په وسلو سمبالول به دوام ولري
Jul 13, 2021 08:32اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني چې نن سهار بلخ ولایت ته تللی په امنیتي غونډې کښې وویل د هیواد د پوځ او د پولیسو د ځواکونو په وسلو د سمبالولو لپاره نړیوالې ژمنې پر خپل ځای ولاړې دي .
-
د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف باید خپله ماتي ومني
Jul 13, 2021 08:21سبا خبري اژانس وايي د یمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي ټینګار وکړ د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د ماتي له منلو او له یمن څخه وتلو پرته د تښتې بله لاره نلري .
-
لویدیځ هیوادونه باید خپل مشکلات هوار کړي
Jul 13, 2021 08:09شین هوا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل ښه خبره دا ده چې لویدیځ هیوادونه د بشري حقوقو په نوم د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې پرځای د خپلو بشري حقوقو او د داخلي مشکلاتو د حل په فکر کښې ووسي .
-
له بشري حقوقو په ملاتړ کښې د اروپا ادعاګانې دروغ دي
Jul 13, 2021 08:00زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د قضايي قوې ویاند غلامحسین اسماعیلي ټینګار وکړ په لویدیځې نړۍ کښې له بشري حقوقو د ملاتړ له دروغجنو ادعاګانو سره مخامخ یوو .
-
د افغانستان ولسمشر اشرف غني بلخ ولایت ته رسیدلی
Jul 13, 2021 07:24اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د شمال سیمو په امنیتي حالاتو باندې د غور لپاره نن د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ته ورغی . د افغانستان د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وویل له ولسمشر اشرف غني سره بلخ ولایت ته په سفر کښې د ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح ملګرتیا کوي او د دغه سفر هدف د هیواد د شمال په امنیتي حالت باندې غور کول دي .